پوهاند زېورالدین زېور د پښتون قوم رښتینی بچی
له نن څخه دولس کاله وړاندې د پښتو ادب له کتاره د پښتون قوم یو بل رښتینی بچي «پوهاند دکتر زېورالدین زېور» لاره د تل له پاره جلا کړه او اوس یې يوازې یادونه پاتې دي.
لیکنه: عصمت الله میاخېل
نن د پوهاند دوکتور زېورالدین زېور د مړينې دولسم تلین دی، هغه څوک چې ټول عمر يې پښتو ادب ته استادان، ادیبان، لیکوالان، ماسټران، دوکتوران او ګڼ د ادب او کلتور مینه وال روزلي دي.
ښاغلی زېور په افغانستان کې نه یوازې د پښتو ادب خادم و بلکی د افغانستان د ټولو ادبیاتو او کلتورپالو حقداره استاد پاتې شوی دی. د ژوند ډېره برخه يې په مېړانه د پښتو ادبیاتو تدریس او د انسان روزنې ته وربخښلې وه. اروښاد ته ګڼو لیکوالو درناوی درلود او د ساهو علمي پښتانه په لقب یې یادوي. څېړندوی محمد اصف صمیم يې په اړه لیکي: «ارواښاد دکتور، د ده دوستانو او پوهنتوني شاګردانو د شهادت په لاسوند يو رښتینی، ساهو او د ځوانانو پر علمي او ادبي لوړتيا او پرمختیا یو مین انسان و.»
هو په ونه دغه ښایسته او دنګ انسان د ټولنې په خلکو کې هم ښایسته او لکه غړۍ ګرځېدو. د هغه چا پر وړاندې یې هيڅکله زغم نه درلود چې په ناروا به یې د پښتو ژبې پښې وهلې. مظلوم زده کړیالان به د ده په شتون ډاډه ګرځېدل او ځان به ورته مظلوم نه ښکارېده. دغه عاجز طبیعته انسان ټول عمر په پښتونولۍ کې تېر کړ. په رنځور بدن یې هم پښتو ژبه او پښتانه پاللي دي.
ده ته دا مهمه نه وه چې یو څوک دې کتابونه زده کړي: معنی دا چې کتابونه یادول خو اړین دي خو تر دې لوړ به یې هغه څه ته ارزښت ورکاوه چې انسانیت او پښتونولي یاده کړي نه دا چې یو څوک دې ځان په څو کتابونو د ادب استاد او حقداره وګڼي. دغه ساهو پښتون استاد زما هم حقداره استاد و خو هيڅکله يې دا حس نه دی راکړی، ګوندی دی دې زما استاد او زه دې يې شاګرد وم خو د یوه کشر ملګري او یوه لارښود استاد په سترګه به يې راته کتل. کله چې له پوهنتونه فارغېدلم نو ماته يې د پرمخ تللو ډېرې سپارښتنې وکړې او خپلې پېرزوینې يې هم راسره شريکې کړې. اوس نو که ژوندی و، من من غوښې به يې اخېستې خو دا پاتې نړۍ چاته د تل له پاره په خپله غېږه کې ځای نه ورکوي او د ابد په لور د کوچ تلل حتمي دي.
د پوهاند رښتین د کورنۍ هر غړي او ورسره تړلو خپلو د پښتوژبې او ادب ډېر چوپړ کړی، الله ج دې ترې راضي شي او الله ج دې يې جنتونه ځای کړي.
سپېڅلی څښتن دې يې ګور له نوره ډک کړي.