سرطان 20, 1402 11:43 Asia/Kabul
  • مسلمانانو مسیحي پاچا ته ماته ورکړه

مسلمانانو د هسپانیا مسیحي پاچا سلطنت څنګه نسکور کړ؟

له نن څخه ۱۳۱۲ کاله پخوا د ۷۱۱ کال د جولای په یوولسمه نېټه د طارق بن زیاد په مشرۍ د مسلمانانو لښکرد هسپانیا د مسیحي سلطنت د ویزیګوټانو د لړۍ د پاچا رودریګ ځواکونو ته د ریف باربانې د سیند په غاړو کې ماته ورکړه.

دا د مسلمالنانو له لوري د هسپانیا د ماتې او د اندلس د پرتمین اسلامي تمدن د ایجاد پیلامه وه.

د هغه وخت مسلمانان د اوسنیو تاریک فکره ، وروسته پاتو او تنګ نظرو خلاف د تمدن، فرهنګ او نوښت مخکښان وو، له همدې کبله اسلام په نسبتاً لنډ وخت کې لور ده لوره خپور شو.

د هسپانیا ویزیګوټان په خټه جرمنان ول چې د اوسني جرمني د راین له پوري غاړې له دې نېټې درې پېړي پخوا هسپانیا ته تللي وو.

دوی په لومړیو کې د اوسنۍ فرانسې په جنوب کې د تولوز په شاوخوا کې سلطنت جوړ کړ خو د فرانکانو د پاچا کلوویتس له لوري، چې فرانسه یې نیولې وه، له دې سی وشړل شول او ایبریا ټاپو او هسپانیا ته یې شاتګ وکړ.

د وخت له تېرېدو سره ویزیګوټانو په دې ټاپو وزمه کې پاچهي رامنځته کړه.

د ات میلادي پېړۍ په پیل کې د ویزیګوټانو د پاچهۍ پر سر اختلاف پیدا شو او د ویزیګوټانو پاچا ویتیزا د واک پرېښوولو ته اړ ایستل شو او رودریک یې ځای ونیوه.

د ویزیګوټانو پاچا ویتیزا د المغرب د مسلمانانو له پاچا موسي  بن مخیر څخه مرسته وغوښته.موسي بن مخیر د ځوان قومندان طارق بن زیاد په مشرۍ هسپانیا ته لښکر ولېږه.

د مسلمانانو په لښکر کې د شمالي افریقا د قومونو شپږزره جنګیالي شامل ول چې د ۷۱۱ ع کال د اپریل په میاشت کې له بیړیو څخه په هسپانیا کې کښته شول.

د هسپانیا هغه سیمه چې مسلمانان پکې کوز شول، یوه ډبرینه سیمه وه چې وروسته په جبل الطارق یا طارق بن زیاد مشهوره شوه.

ویزیګوټان د سی په اصلي خلکو کې بدنامه شوي وو له همدې کبله خلکو د مسلمانانو هرکلی وکړ.

مسلمانانو ډېر ژر د هسپانیا نورې سی هم لاندې کړې او په هسپانیا کې یې اسلامي خلافت جوړ کړ.

له هغه وخته تر نژدې اته سوه کالو پوري هسپانیا، چې هغه وخت په اندلس مشهوره شوې وه، د تمدن او پرمختګ زانګو وه او تراوسه پوري د اسلامي رینسانس نښې نښانې په دې هیواد کې لیدل کېږي.