پخواني دودونه او اوسنى پرمختګونه
پخواني دودونه اوس یوازې د تاريخ په پاڼو کې ثبت پاتې شوي دي. مونږ اوس د جګړو له برکته ډير پرمختګونه کړي دي. هو! موږ په يويشتمه پيړئ کې د خورا زياتو لاسته راوړنو وياړ لرو .
سمه ده چې څلور لسیزې وړاندې حکومت پياوړى وو، خو بيا يې هم له ولس سره ګوزاره کوله، عدالت تأمین وه، کار تر ډيره اهل ته سپارل شوى مجازات او مکافات شتون درلود. له نړۍ سره په هسکه غاړه د متقابل احترام په کچه ژوند تيرول معمول وه.
اوس مونږ ډير پرمختګ کړى دى. ارګ له دوه دريو کسو پرته ټول ملت د خيرک ادې هم نه ګڼي. طالبان خو ځانونه پتنګان ګڼي. د ولس په غم کې ځانونه نه شريکوي. قانون په کمزوري پلى کيږي. فساد ښه وده کړې ده، په خپلمنځ کې ښه سره وژنو، کار نااهلو ته سپارل شوى دى او له نړيوالو سره د خيرات خورو په توګه ثبت يو.
پخوا به حکومت د هرچا مور او پلار بلل کيده، د حاکم د شفقت او ولس د اطاعت روحيه پياوړې وه. که په پښتون ميشتو سيمو کې به حکومت په هيڅ ډول شتون نه درلوده، نو بيا به هم د افغاني دود په اډانه کې د جنايتونو مخنیوى کيده.
اوس د حکومت او ولس ترمنځ ستر واټن موجود دى. چارواکي د شفقت او ولس د اطاعت مادې نه پيژني. جنايتکاران او مفسدين توپکوال شوى دي. ګناهکار له بيګناه تورن څخه ژر له محبس څخه راوزى.
پخوا به که جرم صورت ونيوه نو په جرګه کې د فساد تصور هم محال کار وو. د سترو جرمونو مرتکبینو ته ټولنيز دود دومره سخته سزا ورکوله چې مجرم به د سزا د دروند بار په پورته کولو له زياتو ستونځو سره مخ کيده. د جرم پور به يې پريکاوه او يا به هم شپه په شپه له ټول فاميل سره سيمه پريښوده چې بيا به يې هم ټول ژوند د مفرور په نوم تيراوه.
د ژوند په ټولو کړو وړو کې هر ډول اخلاقي انحرافات حتى بيځايه ناسته ولاړه بي ادبه خبره سپک حرکات په ټولنيز دود کې جرم ګڼل کېده او سزا يې درلوده. له ټولو مهم دا چې د دغو سزاګانو مخالفت د شرم خبره وه، ځکه چې د حاکم او رعيت مشر او کشر ترمنځ ترحم، احترام او د درنښت دود شتون درلوده.
اوس نو که څوک جنايات ترسره کول غواړي نو له جنګي اړخونو سره ملګري کيږي او همدغه ملګرتيا ورته د جنايت جواز هم ده.
که پخوا به د قومونو ترمنځ جګړه ونښته نو يوه ښځه د جنګي ډلو منځته راوته. پلو به يې دواړو خواو ته خپور کړ، پړونئ به يې وغوړاوه او يا به کوم سيد، پير يا ملا د جګړې ډګر ځان را ورساوه، نو بيا ډز کول د بي غيرتي خبره وه.اوس نو جګړو ډير پرمختګ کړى دى که ټوله نړئ هم راشي مونږ سره وژنو د جنګ بندي دود زمونږ په قاموس کې شتون نلري.
که دښمني پالل او د کسات اخيستلو دود هم شتون درلود خو د سپک تيري په مقابل بالمثل عمل د شرم لامل بلکې په ځينو مواردو کې جنايت ګڼل کيده. يعنې که کوم سړي به د چا خور او لور ته په سپک نظر وکتل نو له مجرم سره د انتقام په توګه بالمثل عمل جنايت او د نه بښنې عمل ګڼل کېده. دښمن د خلکو د ګڼې ګوڼې له ځايه لرې وژل کيده، د وژل شوي دښمن سترګې او خوله پټول ورباندې څادر غوړول او د څادر په څنډو د کاڼي ايښودل دود او د شهامت نښه وه. اوس د وژونکي لپاره هيڅ مانع شتون نلري. هر څوک په هر ځاى او هر وخت وژلاى شي.
په مسجد هديره جنازه او عمومي غونډو کې د دښمن وژل، په مخ باندې د دښمن ويشتل، د وژل شوي دښمن د جسد سپکاوى د شرم او پيغور خبره وه او پور يې درلوده.
اوس خو مونږ ډير پرمختګ کړى دى. رب ته په سجده نسکور انسان، په محراب کې ولاړ امام او په منبر باندې ناست خطيب هم وژنو، د ښځو او ماشومانو وژل او توجیه هيڅ ستونځه نه ده. وژل شوي دښمن ته له اور اچولو او بى عزتي کولو وروسته هم هسکه غاړه ګرزو. مونږ اوس اتلان يو.
خدايداد اکا يو سپين ږيرى کوچى و. د جمعې د لمانځه لپاره به يې زمونږ کلي ته درې ساعت پياده لاره وهله. شپه به يې زمونږ په کور وه. زمونږ د ماما خپل وو. زمونږ مورکئ ته به يې د پخوانیو دښمنيو کيسې کولې. واى پنځلس کاله د ورور په قاتل پسې وګرزيدم، خو مناسب ځاى کې لاس ته نه راته. يوه ورځ چا راته وويل چې نن له ځاځیو څخه د سرکي کنډو په لاره راځي. په سرکي کنډو کې پټ ورته کيناستم. کله يې چې سر راښکاره شو ډير خوشاله شوم خو هغه مهال مې په سترګو توره شپه راغله او له ځانه سره مې وويل چې خدايداده! په خوله دې خاورې واوښتې چې کله مې د دښمن تر شا ښځه وليده چې ورسره را روانه وه.
د تيرو څو لسيزو جګړو په اوږدو کې مو قومي مخور، د جرګو او مرکو مشران ووژل شول او يا مړه شول. قومي څلي مو مات شول. قومي پريکړې اوس نه کيږې. هغه وياړلي دودونه مو له لاسه ووتل. که د افغاني دود د ختمولو په لاملونو غور کوو او يا هم د بيرته را ژوندي کولو هڅه کوو نو وژل کيږو.
اوس زمونږ ټولنه پاشل شوې ده. مونږ د يوه متحد ملت اړتياوې او ځانګړتیاوې نشو پوره کولاى. اوس مونږ له نړئ سيالي نشو کولاى. اوس مونږ نړيوالو مرسته محتاجه ملت يو. اوس زمونږ د الوت وزرونه مات شوي دي، اوس مونږ د خپل ورور وژل وياړ ګڼو، اوس مونږ د هوا په نيلي سپاره کله هم حساب نکوو چې څوک مو وواژه، څو مو بوره کړه، کونډه او يتيمان څوک دي او اوس مونږ نه په مړو او نه هم په ژونديو کې حسابيږو.
هغه پخوانى ملي يووالئ مو نشته. چا په ژبو چا په سمتونو، چا په شيعه او سني او اوسنيو خو په قومونو، جنس او قشرونو سره وويشلو. د تيرو څلورو لسيزو يرغلونو او خپلمنځي جګړو له امله زمونږ ګډ ملي ارزښتونه له منځه تللي، مشترکات مو ورک شوي، د جنايتونو ګراف لوړ شوى دى. د راټوليدو مرکزيت مو ختم شوى د حاکمیت څلي مو نړيدلي، د اولى الأمر د اطاعت د مشرانو د شفقت او د کشرانو د درنښت دودونه مو له پاسه څخه ښکته او له ښکته څخه پورته له منځه تللي دي.
ټولنه مو د راشه درشه په دودونو کې د معنوي اړخونو پر ځاي د مادياتو پربنسټ ولاړه ده. د دوستي اشنايي خپلوي حتى د ورورولي معيارونو معنويت له لاسه ورکړى دى. د ژور تأسف ځاى دى چې مونږ له غرب څخه د علم پوهې تيکنالوژي او د يووالي لپاره د تاکتيکونو د زده کولو پرځاى يوازې په مادي اړخ باندې د تکيه کولو کلتور خپل کړى دى. د معنويت او ماديت ترمنځ اړين انډول مو د ماديت په ګټه دروند شوى او متأسفانه د معنوي اړخ د بايللو له امله مو ټولنيز حيثيت ختم شوى دى.
له چا څخه پوښتنه وکړم چې نن ولې د پښتون تاجک هزاره ازبک ترکمن سادات عرب وغيره نومونو باندې ويشلى ولس يو؟ ولې د جنس، قشر او نورو مختلفو عنوانونو باندې سره ويشلى او پاشلى ملت ګرزيدلي يو؟
نن سبا د سياست په مارکیټ کې تازه رنګونه د جمهوریت او امارت دي. د دواړو رنګونو د پلویانو ترمنځ د مشترکاتو د لټون پرځاى هره ډله د پيوستون پرځاى د بيلتون، د تفاهم پرځاى د تقابل او د ژغورلو پرځاى د يو بل د وژلو لورئ نيسي؟ څو لسيزې تېرې شوې چې زمونږ ترمنځ د جګړو کورني اړخونه د خپلمنځي سولې لپاره د پلان په جوړولو کې پاتي دي، خو د حيرانتيا خبره داده چې د جګړو لپاره خورا پيچلي پلانونه جوړولاى شي.
پوښتنه داده چې که جګړه نه وي، اسلامي نظام مخه به څوک ونيسي؟ د قانون پلئ کيدل به څه ستونځه ولري؟ که قانون پلى شي نو د فساد مخنیوى، کار اهل کار ته سپارل، د جرم د مرتکب تعقیب، له قانون څخه او د معافیت کلتور ته د پاى ټکى ايښودل ناشونى کار دى؟
دلته روانې جګړې ډيرو قانون ماتوونکو ته له عدلي او قضايي تعقیب څخه معافيت ورکوي. جګړه په نظام او طالبانو په ليکو کې د ننه او بهر خورا پياوړي ريښې لري. که پخواني افتخارات ترلاسه کول غواړو نو د زغم تحمل له دښمن سره د ګډ ژوند او کار کولو لپاره پياوړي اراده، مضبوط عزم او غيرمتزلزل هوډ ته اړتيا ده. هغه څه چې مونږ يې د اوس لپاره په خپله ټولنه کې نه وينو.
خپله سره وژنو او دنيا مو ننداره کويپاتې له کاروانه شو رقيب مو تماشه کويپه درنښت
په هيواد کې د سرتاسري سولې او ورورولي په هيله؛عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان