سرطان 17, 1402 17:05 Asia/Kabul
  • ماه نور بلوچ: شاه رخ نه ښکلی دی او نه هم اداکاري کولای شي

د پاکستان ښکلې اداکاره ماه نور بلوچ وايي، شاه رخ ښکلی نه دی، خو شخصیت یې ډېر اغېزمن دی.

د يو شخصي ټي وي پروګرام سره په خبرو کې ماه نور بلوچ د باليووډ د سپر سټار شاه رخ خان په اړه خبرې کړي او وئيلي دي چې زما په خيال شاه رخ په اداکارۍ نه پوهيږي، هغه يو ښه سوداګر دی.

اداکارې ویلي چې د شاه رخ شخصیت حیرانوونکی دی، خو په ټوله نړۍ کې چې د ښکلا کوم فکر او مفهوم دی، نو د هغې له مخې هغه ته ښکلی نه شي ویل کېدای. هو، خو د خپل قوي شخصیت له امله ضرور بل ډول ښکاري.

د دې تر څنګ د یوې پوښتنې په ځواب کې ماه نور بلوچ وویل، زه باور لرم چې شاه رخ په اداکارۍ نه پوهیږي او دا زما نظر دی، شاید زه غلطه یم خو دا هغه څه دي چې زه يې فکر کوم، البته د شاه رخ خان مینه وال به زما سره موافق نه وي، خو هرڅوک خپل نظر لري.