سرطان 17, 1402 16:56 Asia/Kabul
  • د کوریا یوه مشهوره سندرغاړې په کنسرت کې تر اجرا دمخه مړه شوه

د جنوبي کوریا مشوره سندرغاړې لي سانګ یو د سندرو تر ویلو دمخه مړه شوه.

د رسنیو د راپورونو له مخې، سندرغاړی باید د سویلي کوریا په ګومچیون کې د کلتور په مرکز کې کنسرټ ترسره کړی وای.

راپورونو کې ویل شوي چې اداکاره د خپل فن وړاندې کولو څخه څو دقیقې وړاندې نادرکه شوې وه اوهغې ته د غږ کولو سربېره هم  سټیج ته نه وه راغلې چې په پایله کې لټون یې پیل شو او په تشناب کې مړه وموندل شوه.

پولیسو ته د کارکونکي لخوا د سندرغاړي د جسد د موندلو خبر ورکړل شو چې وروسته یې پلټنې پیل کړې. د راپورونو له مخې، ٤٦ کلنه لي سنګ يون د کوريا مشهوره کلاسيکه سندرغاړې وه ، چې له نيويارک څخه يې د موسيقۍ په برخه کې ماسټري اخيستې وه.