سرطان 15, 1402 10:32 Asia/Kabul
  • په هېواد کې د افغاني جامو دود زیات شوی

افغاني جامې چې له نوم څخه یې ښکاري د هېواد په ټولو ولایتونو کې له کلونو را پدیخوا یې دود زیات او کلتوري بڼه یې خپله کړې ده.

افغاني ښځینه کالي د هېواد په ګوټ ګوټ کې هغه پخوانی دود دی چي ترڅنګ يې لسګونه خلک په کاروبار هم بوخت دي.دغه افغاني کالي په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر خورا زیات مینه‌وال لري.محمد غني په کندهار کې د افغاني جامو پلورنځی لري. نوموړی وايي چې دغه کالي په انلاين بڼه په بهر کې مېشت زیات شمېر افغانان اخلي.«زما کار ټول انلاین دی، ټول هغه کسان چې په کاناډا امریکا او لندن کې اوسېږي، له ماڅخه دغه کالي په انلاین بڼه رانیسي. نه یوازې افغانان، بلکې پاکستانیان او هندوستانيان هم دغه کالي رانیسي او خوښوي يې.»افغاني ښځينه کالي تر ډېره د لاس په کار سره جوړېږي، په بازار کې یو شمېر دوکاندار د دغو کالیو اړوند خام توکې لکه ټوکر، ګلان او یو شمېر نور اړين خام توکې د دغو کاليو ښځينه جوړونکو ته ورکوي او بیا يې هغوی په کورونو کې جوړوي.محمد کريم رحیمي چې همدا کار وبار کوي وایي.«ارزښت یې دا دی چې دا زموږ د خپل وطن توليد دی او په خپل لاس يې ښځې جوړوي.»دغه جامې چې زیات کار يې په لاس سره ترسره کېږي، دا مهال يې بيه په بازار کې له ۴ زره څخه نیولې تر ۷ زره افغانۍ پورې ده.