سرطان 14, 1402 17:58 Asia/Kabul
  • هندي رسنیو تر پېښې وروسته د شاه رخ د پوزې د جراحۍ خبر رد کړې

د بالیووډ پاچا شاه رخ خان په امریکا کې د شوټینګ پر مهال له یوې حادثې وروسته د پوزې د جراحۍ خبره رد کړې ده.

تېره ورځ د هندي رسنیو په یوه راپور کې ادعا شوې وه چې شاه رخ خان د امریکا په لاس انجلس ښار کې د خپلې راتلونکې پروژې د شوټینګ پر مهال په یوه حادثه کې ټپي شوی او له پوزې یې وینه بهېدله.

راپور کې ادعا شوې چې اداکار د طبي پاملرنې لپاره روغتون ته وړل شوی و چیرې چې د هغه د پوزې جراحي وکړي

په راپور کې دا هم ویل شوي چې شاه رخ اوس له امریکا څخه هند ته راستون شوی او په پوزه یې بنداژ اغوستی و.

د دې خبر تر خپرېدو وروسته د شاه رخ او د هغه د ټیم له خوا د دغې پېښې په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور شوی، خو اوس هندي رسنیو شاه رخ ته د نږدې سرچینو په حواله د هغه د پوزې جراحي رد کړې ده.