سرطان 12, 1402 17:38 Asia/Kabul
  • دارالامان ماڼۍ: د افغانستان د تاریخ او کلتور یوه ګاڼه

دارالامان ماڼۍ د افغانستان یو له هغو تاریخي اثارو څخه ده چې د دغه هېواد د سل کلن خونړي تاریخ کیسه کوي او د اشرف غني د حکومت پر مهال د افغانستان د بیارغونې د سمبول په توګه رغول شوې ده. (ژباړه: عصمت الله میاخېل)

(ژباړه: عصمت الله میاخېل)

دارال امان ماڼۍ (په انگرېزي: Daral Aman Palace) د افغانستان له تاریخي اثارو څخه ده چې د کابل ښار جنوب لوېدیځ ته په ۸ کیلومترۍ کې او د کابل په چهار دهي کې پرته ده چې د امان الله خان په وخت کې د افشار تپې په نوم سیمه کې جوړه شوې ده.

د دغې ماڼۍ د جوړېدو پر مهال د افغانستان او جرمني د حکومتونو ترمنځ ښې اړیکې وې او په افغانستان کې د ښاري پلان جوړونې او ترمیم لپاره له ۲۲ الماني معمارانو کار اخیستل شوی و. یو له هغو ودانیو څخه چې د الماني معمارانو لخوا په 1304-1305 کې د الماني انجینر والټر هارټین تر څارنې لاندې جوړه شوې وه د دارالامان ماڼۍ وه.

Image Caption

 

په دې ودانۍ کې شاوخوا ۱۵۰ وړې او لویې خونې، یو کتابتون او ۳۲ تشنابونه جوړ شوي، چې د دولت له لوري ترې ګټه اخیستل کېږي. په ۱۹۶۰ لسیزه کې په دې ودانۍ کې د افغانستان د دفاع وزارت موقعیت درلود او په ۱۳۶۸ کال کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر ضد د افغانستان د دفاع د پخواني وزیر جنرال شاهنواز تڼي په کودتا کې دا ودانۍ بمبار شوه او یوه برخه یې ویجاړه شوه.

د ۱۹۷۰ لسیزې په کورنیو جګړو کې د دارالامان ودانۍ ته زیات زیان واوښت او بالاخره په کنډوالو بدله شو.

Image Caption

 

د کابل ښار هره سیمه د وخت د تیارو او بربادۍ خبر ورکوي، خو دارالامان په ښکاره ډول د دې خاورې د خلکو د بې عقلۍ تاریخ یوه پټه او ښکاره نښه ده. ۸۹ کاله وړاندې په دې سیمه کې یوه داسې شانداره ماڼۍ جوړه شوې وه چې د ځمکې په نقشه کې یې د افغانستان د منلو ښکارندویي کوله، خو بیا په یوه ویجاړه ودانۍ بدله شوه او زیانمنه شوه، دې ودانۍ د خپل ویاړ او ښایست ښکارندویي کوله خو وروسته يې لکه په خاورو کې پروت مړی، داسې شکل غوره کړ. (انشاالله د وخت خاینان دې تباه وي)

دارالامان د خپلې جوړېدا په تاریخ په اوږدو کې بېلابېل نومونه درلودل. د حبيب الله کلکاني په وخت کې دا دارالحبيب په نوم يادېده، خو وروسته بيا د دارالفنون په نوم پېژندل کېده. په ۱۳۳۳ لمریز کال کې د کابل ښاروالۍ له خوا د یو ځل بیا دارالامان په نوم یاده شوه.

Image Caption

 

محمد اشرف غني د خپلې واکمنۍ په پیل کې د دغې ماڼۍ د بیارغاونې اعلان وکړ. په ۲۰۱۵ کال کې د دغې ماڼۍ د بیارغونې چارې د ۱۶ میلیونو ډالرو په لګښت پیل شوې او د بیارغونې په لومړۍ ورځ د افغانستان د هغه وخت ولسمشر په سمبولیک ډول د افغانستان د ښاري پراختیا د عالي کمیسیون لومړنۍ غونډه په کنډوالو کې وکړه.

Image Caption

دا ماڼۍ اوس رغول شوې او د افغانستان د بیارغونې سمبول ګرځېدلی دی. دا ماڼۍ په ۱۳۹۸لمریز کال کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت پرانیستل شوه. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وینا، د وزارتونو او خپلواکو ادارو په ګډون تر ۲۰ ډېر بنسټونه به دغه کمپلکس ته انتقال شي.