سرطان 12, 1402 17:03 Asia/Kabul
  • ګولډي برار: سلمان خان زموږ موخه ده، خامخا به یې وژنو

په کاناډا کې میشت هندی او تر ټولو مطلوبه بدمعاش گولډي برار یو ځل بیا د بالیووډ وتلی ستوری سلمان خان د وژلو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې د بالیووډ اداکار به خامخا ووژني.

د ګولډي برار نږدې ملګري لارنس بشنوۍ هم چې د هند د مشهور پنجابي سکه سندرغاړي سیدو موسی والا د وژنې اصلي طراح ګڼل کیږي، څو میاشتې وړاندې سلمان خان ته د وژلو ګواښ کړی و.

د سلمان خان یوه نږدې ملګري ته په استول شوي ایمیل کې ویل شوي چې موږ غواړو ستا له بادار (سلمان خان) سره خبرې وکړو، د لارنس بشنوۍ مرکه به یې ضرور لیدلې وي. که خبره ختمول غواړي نو له گولډي برار سره دې خبرې وکړي، که سلمان خان غواړي چې شخصي ملاقات وکړي نو مونږ ته دې خبر راکړي، دا ځل مونږ تاسو ته خبر درکوو خو بل ځل به مو حیران کړو.

اوس یوه هندي ټلویزیوني چینل ته په مرکه کې ګولډي برار ویلي دي چې موږ به هغه (سلمان خان) ووژنو او خامخا به یې وژنو، ورور لارنس بشنوۍ ویلي وو چې موږ به بخښنه ونه غواړو.