سرطان 12, 1402 16:52 Asia/Kabul
  • مشهور هندي یوټیوبر په ترافیکي پیښه کې وژل شوی

د هند ځوان د ټولنیزو رسنیو مشهور ستوری او کامیډین دیوراج پټېل ​​په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو.

د هندي رسنیو له مخې، دیو راج پټېل ​​د چتیس ګړ ایالت په رایپور سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی. د ځايي پوليسو په وينا، ديوراج پټېل ​​له خپل ملګري سره پر بايسکل روان و، چې له شا څخه يو تېز بار وړونکي لارۍ پرې ټکر وکړ. په پیښه کې، دیوراج پټیل په هم هاغه ځای خپل ژوند له لاسه ورکړ پداسې حال کې چې د هغه ملګری سخت ټپي شوی.

دیوراج پټیل په یوټیوب کې 4 لکه ملګري یا سبسکرایبرز او په انسټاګرام کې 57 زره فالوورز درلودل. دیو راج د هغه د "دل سے برا لگتا ہے بھائی" له امله په خلکو کې مشهور و او د ډیری سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو سره د هغه ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي.

د چتیس ګړ وزیر اعلی بھپیش بهګال په ترافیکي پیښه کې د دیو راج پټیل په مړینه خواشیني څرګنده کړه او د دیو راج پټیل یوه ویډیو یې هم په ټولنیزو رسنیو کې له هغه سره شریکه کړه.