سرطان 10, 1402 16:52 Asia/Kabul
  • د ټکر له پېښې سره سره شاوو ناوې کورته په امبولانس کې ورسوله

د هند په جارکنډ ایالت کې یوه واده هغه مهال د ټولو پام ځان ته اړولی چې شاوو په امبولانس کې راورسېد.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، زوم چندریش مشرا د جون پر ۲۵مه له پرینا سره واده کاوه خو څو ورځې وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شو چې له امله یې پښه ماته شوه او د تګ توان یې نه درلود.

په هرصورت، د خپلوانو د ټینګار سره سره، چندریش د واده د نیټې له  بدلولو څخه ډډه وکړه او پریکړه یې وکړه چې پخپله ټاکل شوې نیټه واده وکړي.

د واده په ورځ، چندریش د امبولانس له پاره لاره چاره برابره کړه  او د ورا سره راورسید پداسې حال کې چې هغه پخپله په په پښو مات و. په داسې حال کې چې واده د جھارکنډ په پالامو ولسوالۍ کې ترسره شو خو د واده ټول مراسم په دودیز ډول سرته ورسېدل.