سرطان 07, 1402 13:52 Asia/Kabul
  • د کابل تاریخي اثار

کابل چې لرغونی ښار دی او خورا بډایه تاریخي ورثه لري، تاریخي ابدات هم په کې پریمانه دي.

مثلاً د دې تاریخي ابداتو له ډلې څخه پوسته خانې یا ډاکخانې یادولای شو.

نه پوهېږم، د ځي او خونې یا تون په کتار کې به راځي او که نه.

خو په هر صورت د اوس لپاره مو موضوع دا ده، چې دغه پوسته خانې د کابل له تاریخي ابداتو څخه شمېرلې کېږي، مانا موږ یې شمارو، ځکه دغه ځایونه یو وخت د لیک لوست لپاره کارېدل.

لیکونه په به کې لېږل رالېږل کېدل، چا به لوستل او نورو به په نورو لوستل.

یو نیم لیک به په کې داسې هم و، چې یوازې خپله لیکونکي به لوستلای شوای، خو په دې هر څه سر بېره، ښکار ده چې لیکونه لیکوال لیکي، ځکه ویلای شو، چې دا هغه مرکزونه وو، چې له لیکوالو او لوستونکو سره یې سروکار درلود.

خو دا د تېرې زمانې خبرې دي، چې لیکوال هم لږ وو او د لیکونو لوستونکي یې هم د ګوتو په شمېر، خو اوس داسې نه ده، بلکې اوس د لیک لوست کچه ډېره شوې، دومره چې چارواکي یې د انکسار له مخې لسګونه سلنه ښيي.

دقیق معلومات دوی هم نه لري، خو دلته که څوک لیکوال نه وي، نو شاعر خو هرو مرو وي او ښکاره ده، چې شاعر هم لوستی کس وي.

ډېرې ټپې ښځو ویلې دي، ځکه هغوی هم باید په شاعرانو یا شاعراتو کې حساب شي ځکه نو د حکومتي چارواکو خبره د منلو ده، چې د لیکوالو شمېر په سلو کې لسګونه دی. خیر چې خپلې موضوع ته وګرځو، نو پوسته خانې مو یادولې، چې د لیکوالو او لوستونکو ځایونه وو، خو اوس، چې لیکوالو نور مرکزونه هم موندلي، نو پوسته خانې د نورو تاریخي ابدو په څېر بې وارثه پاتې دي.

دا چې لیکوال په یوه مرکز نه را ټولېږي، جلا خبره ده.

کابل کې نور هم دغسې ډېر تاریخي اثار شته، چې ډېره ښه ساتنه یې کېږي.

مثلاً کابل کې داسې ډېر لرغوني سړکونه شته، چې پخوانیو حکومتونو جوړو کړي او اوسني هغه هم په خپل حال ساتلي.

خلک به هر څه هر څه وايي، خو د دې کار مقصد یوازې دا دی، چې باید خپل لرغوني اثار په هماغه بڼه وساتل شي، چې جوړ شوي دي.

کابل کې یو څو پارکونه هم شته. دا هم په همدې کتار کې راځي.

په کې ولاړ پخواني نښتر خپله د دې ثبوت دی، چې دغه پارکونه د تېرو زمانو یادګارونه دي.

په دې پارکونو کې د نشه یانو دېرې، د سپیو او مرغانو جنګولو مېلې او یا د پارکونو پر څنګلارو سماوارونه، د سګرېټو پلورلو هټۍ، ځکه نه چېړل کېږي، چې هسې نه د دې مقاماتو تاریخي حیثیت ته زیان و رسېږي.

د ښار د سړکونو څنګ ته ولاړې د برېښنا ستنې د دتاریخ پالنې یو بل مثال دی.

دې ستنو کې پخوانۍ هغه ټولې د خپلمنځي جګړو له یادګارونو ډکې دي.

اوس حکومت ځکه د ټرانسپورټ ستونزې په حل کې پاتې دی، چې د برېښنايي بسونو شبکې د بیا رغاونې په صورت کې به مجبور وي، دغه ستنې لېرې کړي، چې د وخت زورورو پرې نښې پخې کړې.

دا چې حکومت نه غواړي، دغه تاریخي اثار له منځه لاړ شي، ځکه نو د ټرانسپورټ ستونزه هم له دې تاریخي ابداتو سره یو ځای راځي نسلونو ته پاتې ده.

دارلامان، تاج بېک، چهلستون، کابل سیلو، جنګلک، نساجي او داسې نورې ډېرې ابدې هم شته، چې چارواکي یې تاریخي حیثیت ته د زیان اوښتو له وېرې ګوتې نه ور وړي.