سرطان 03, 1402 17:32 Asia/Kabul
  • له سلمان وروسته هني سنګ ته هم د مرګ ګواښونه شوي دي

هندي سندرغاړي هني سنګ ادعا کړې چې ګولډي برار ورته د مرګ ګواښونه کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې دغه سندرغاړی وویل چې له پولیسو یې د ساتنې غوښتنه کړې ده. هني سنګ زیاته کړه چې هغه په رښتیا هم سخته وېره لري.

د هند ټلویزیون سره په خبرو کې هني سنګ وویل "ما ته د مرګ ګواښونه شوي دي، ما او زما کارکونکي د ګولډي برار تلیفونونه ترلاسه کړي دي، ما د پولیسو کمشنر څخه غوښتنه کړې چې ما ته امنیت راکړي او څېړنې وکړي. زه په رښتیا هم ویره لرم. "

ګولډي برار د لارنس بشنوۍ سره یوځای د سندرغاړي سیدو موسیوالا په وژنه کې هم دخیل و.