سرطان 03, 1402 16:59 Asia/Kabul
  • د شاه رخ خان لور د ملیاردونو روپيو په ارزښت د ځمکې څښتنه شوه

د بالیووډ د پاچا شاه رخ خان لور سوهانا خان د څه باندې ۱۲ کروړه روپیو په ارزښت کرنیزه ځمکه اخیستې ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، سهانا خان چې په دې وروستیو کې د اداکارۍ نړۍ ته داخله شوې، دا ځمکه یې د علي باغ په یوه کلي کې اخیستې ده.

د سهانا خان د 1.5 جریبه کرنیزې ځمکې ارزښت 12.19 کروړه روپۍ اټکل شوی ، کوم چې د Deja Vu Farm Private Limited په نوم ثبت شوی دی.

سوهانا خان یوه اداکاره او د ښکلا د یوه برانډ سفیره هم ده، دا اداکاره په دې ورځو کې د خپلې لومړنۍ ویب لړۍ "دی آرچیز" په خپرونه بوخته ده.

د یادولو وړ ده چې د شاه رخ خان زوی آرین خان فلمي نړۍ ته د لیکوال او مرستیال ډایرکټر په توګه داخل شوی او اوس د کنګ خان لور هم د خپل پلار په نقش قدم قدم ایښی دی.