جوزا 27, 1402 17:45 Asia/Kabul
  • یوه هندي ماډله د خپل ریمپ واک په جریان کې د اوسپنې د ستنې د لوېدو له امله مړه شوه

په هند کې ۲۴ کلنه ماډله ونشیکا چوپړا د ریمپ واک پر مهال د اوسپنې د ستنې د راپرېوتو له امله مړه شوې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د یوې هندي ماډلې د وژل کېدو پېښه د هند په نودا ایالت کې د فلم په ښار کې د فیشن او ښکلا ښودلو پر مهال شوې ده.

د راپورونو له مخې، په فیشن شو کې د څراغونو لپاره نصب شوې اوسپنیزه پایه ناڅاپه په ریمپ باندې د تګ پر مهال په یوې ماډلې باندې راولوېده او هغه ټپي شوه او ریمپ ته نږدې ولاړ یو بل ځوان هم ټپي شو.

د راپورونو له مخې ماډل ونشیکا چوپړا او ټپي شوي ځوان نږدې روغتون ته لېږدول شوي وو، چې د درملنې پر مهال یې ماډله نجلۍ مړه شوه. پولیس وايي، تنظیم کوونکی او څلور کسان یې چې له اجازې پرته یې په ننداره کې په برېښنا کار کاوه نیولي دي.