جوزا 27, 1402 17:10 Asia/Kabul
  • ایا سني لیون به په 'بیګ باس 2 OTT' کې راڅرګند شي؟

د بالیووډ وتلی ستوری سلمان خان به د بیګ باس OTT دوه یم سیزن سره ډیجیټل پیل وکړي. دا خپرونه به د جون په ۱۷ مه په جیو سینما کې خپره شي.

د دې خپرونې کوربه د بالیووډ وتلی ستوری سلمان خان دی. په دغه خپرونه کې به د تفریحي نړۍ ډېر مشهور نومونه نندارې ته وړاندې شي، د دې نندارې تنظیم کوونکي په دې وروستیو کې د لیدونکو لپاره یو ټیزر خپور کړی، چې د سیالیو د ګډونکوونکو هویت پټوي او د سني لیون په اړه کوم خبر هم نه دی په ډاګه کړی.

په هرصورت، اوس د هندي رسنیو لخوا تایید شوې چې د بیګ باس پخوانی سیالي سني لیون به د بیګ باس 2 OTT برخه وي. سني لیون هم تایید کړې چې هغه به د بیګ باس 2 OTT برخه وي، مګر دا نه ده په ډاګه شوې چې آیا اداکاره به د یوې سیالۍ کونکي په توګه او که په دې خپرونه کې د شریک کوربه په توګه راڅرګنده شي

هغې زیاته کړې چې ما دا خپرونه له نږدې لیدلې او چمتو یم چې اوس یې بلې کچې ته ورسوم. د یادولو وړ ده چې د بیګ باس 2 OTT لومړی سیزن د کرن جوهر په کوربه توب وه او د دوه یم فصل کوربه توب به سلمان خان کوي..