جوزا 24, 1402 17:04 Asia/Kabul
  • له شاه رخ سره مینه والو په بې ساري ډول مینه څرګنده کړه او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ

د بالیووډ د پاچا شاه رخ خان مینه والو د اداکار سره د خپلې مینې څرګندولو په ترڅ کې د هغه مشهور زوړ سټایل په خپلولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې په کې د شاه رخ خان مینه وال د هغه د کور "منت" بهر په لوی شمیر کې راټول شوي. په ویډیو کې، مینه وال لیدل کیږي چې تور کمیسونه یې اغوستي دي، د نارینه او ښځینه دواړو په ګډون، د هغه د لاسونو په خلاصولو سره د اداکار مشهورپوز کوي. د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه ریکارډ د ګینس په نړیوال ریکارډ کې ثبت شوی چې ۳۰۰ مینه والو پکې ونډه اخیستې ده.