جوزا 22, 1402 16:57 Asia/Kabul
  •    نوی فلم «Spider-Man: Across the Spider-Verse»

د هالیووډ نوی انیمیټ شوی فلم "سپایډر مین: اکراس دی سپایډر ورس" تر ریلیز کېدو وروسته په باکس آفس کې توپان جوړ کړی، دغه فلم په لومړۍ اونۍ کې نه یوازې په امریکا کې بلکې په ډېرو نورو هېوادونو کې هم ډېره ګټه کړې ده.

دا دوه یم ملټي سپایډرمین فلم دی چې په دوه برخو کې خپور شوی. لومړۍ برخه یې "سپیډر مین: د سپیډر-ورس " د جون په دوه یمه نیټه د نړۍ په سینماګانو کې خپور شو، پداسې حال کې چې د "سپیډر مین: بیونډ دی سپایډر-ورس" بله برخه به یې  د راتلونکي کال په مارچ کې خپور شي.

د فلم کیسه له هغه ځایه پیل کیږي چې د "سپایډر مین: انټو دی سپایډر-ورس" کیسه چې په 2018 کې خپره شوې وه پای ته ورسیده خو پاکستاني مینه وال چې دا فلم یې لیدلی هغه مهال حیران شول چې د "ملاله وینډسر" کرکټر په کې  په لنډه توګه څرګند شو. دغې حجاب اغوستې سپایډر ښځې د پاکستان د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ څخه الهام اخیستې.