جوزا 15, 1402 17:28 Asia/Kabul
  • د سلمان خان د واده ځواب یوازې دوه کسانو سره شته

د بالیووډ "بار بی ډول" کترینا کیف د خپل پخواني "ملګري" سلمان خان د واده په اړه پوښتنې ته په زړه پورې ځواب ورکړی دی.

پخوا هم کترینه کیف او سلمان خان په یوه پرده یو ځای خلکو ډېر خوښول. وروسته ناڅاپه د دواړو ترمنځ واټن پیدا او ډېرشو او ترهغې وروسته دوی بیا په یوه پرده کې سره نه دي راڅرګند شوي. خو نن هم د دواړو په زړونو کې د یو بل لپاره "درناوی" له ورایه ښکاره کیږي.

کټرینا کیف د بالیووډ اداکار ویکي کوشل سره په خوښۍ سره واده کړی، مګر سلمان خان لاهم مجرد دی او په لرې راتلونکي کې یې هم د واده شونتیا نشته.

یو ځل چې دوی دواړه د مشهور هندي کامیډي شو "د کپیل شرما شو" کې د میلمنو په توګه راڅرګند شول، چیرته چې کوربه کټرینا وپوښتل شول چې د سلمان خان د خوښې اداکاره څوک ده؟ هغې د خپل ځواب په اړه فکر کاوه کله چې سلمان خان به کې راټوپ کړ او کوربه ته یې وویل، "کټرینا پخپله ده".

وروسته کوربه کپیل شرما له کترینا کیف څخه وپوښتل چې سوپر سټار به کله واده وکړي؟ په دې اړه هغه وویل چې د دې پوښتنې ځواب یوازې له دوو کسانو سره دی چې یو بهګوان او بل سلمان خان دی.

پورتنۍ ویډیو ډېره پخوانۍ ده خو کله چې د انسټاګرام یو کاروونکي پوسټ کړه، نورو کاروونکو یې نه یوازې تبصرې پرې وکړې، بلکې شریکه یې هم کړه او ډېر ژر یې ویډیو بیا په عامه توګه خپره شوه.