جوزا 08, 1402 18:02 Asia/Kabul
  • هند له درسي نصاب څخه د اقبال هغه مضمون لرې کړه چې د

د ډيلي پوهنتون اکاډمیک کونسل د نصاب نه د پاکستان د ملي شاعر او د پاکستان د نظریې خالق علامه محمد اقبال د مضمون د حذفولو قرارداد منظور کړی دی.

علامه اقبال هغه نړیوال شاعر دی چې نه یوازې په لاهور پورې تړلی بلکی د نړۍ مسلمان او غیر مسلمان وګړي يې پېژني او له شعرونو سره یې څه نا څه بلدتیا لري. اوس اوس د ډيلي پوهنتون اکاډمیک کونسل د نصاب نه د پاکستان د ملي شاعر او د پاکستان د نظریې خالق علامه محمد اقبال د مضمون د حذفولو قرارداد منظور کړی دی.

په هند کې یو ځل بیا د تعصب رویه ښودل شوې چې پکې د علامه اقبال په اړه مقاله "اقبال: ټولنه" له نصاب څخه ایستل شوې ده. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ له نصاب څخه د دې موضوع د لرې کولو پرېکړه لیک تصویب شو.