جوزا 08, 1402 17:22 Asia/Kabul
  • ایا تاسو دا په زړه پوری فلم لیدلی دی؟

که تاسو غواړئ پدې اونۍ کې د یو ښه فلم په لیدو سره د رخصتۍ څخه خوند واخلئ، موږ کولی شو تاسو سره پدې کې مرسته وکړو.

هسې خو هره اونۍ څو فلمونه خپریږي. په هرصورت، که تاسو د نوي فلمونو لیدلو څخه ستړي شوي یاست چې هیڅ تاثیر یا تفریح ​​​​نه کوي، نو د 2006 فلم 'The Pursuit of Happyness' یقینا ستاسو ورځ جوړولای شي.

په حقیقت کې، دا فلم به تاسو ته الهام درکړي او تاسو به د یو هدف یا ژوند سره مخ په وړاندې لاړ شئ او موږ کولی شو په ډاډ سره ووایو چې دا تاثیر تر ډېره وخته ستاسې په ذهن کې پروت وي او وبه نه وځي.

طرحه او خاکه

ویل سمیټ د کریس ګارډنر رول لوبوي، یو یوازینی سړی چې په مسلک کې پلورونکی یا هټیوال دی، مګر میرمن یې د طبي ماشینونو په پلورلو کې له ناکامۍ وروسته هغه پریږدي او هغه یوازې د خپل زوی د لویولو لپاره پاتې کیږي.

په دې شرایطو کې، هغه یو بې معاشه سړی کیږي، مګر وروسته له کور څخه ایستل کیږي، چې وروسته دواړه پلار او زوی د سټیشن تشنابونو او بې کوره سرپټو ځایونو کې ژوند کولو ته اړ کیږي.

د ژوند په دې ستونزمن سفر کې کریس هېڅکله هم نه تسلیمېږي او د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره هوډمن ولاړ دی، د دغه سړي د ژوند له ستونزو څخه د تېرېدو دا کیسه د فلم په کتلو سره لیدلای شئ او دغه کیسه په رښتیا هم هر څوک هڅولی شي.