جوزا 07, 1402 11:55 Asia/Kabul
  • د بالیووډ مشهور لوبغاړی نتیش پانډی ومړ

هغه په ​​ډیرو هندي سپر هټ سریالونو، ډرامو او فلمونو کې د ملاتړي لوبغاړي په توګه کار کړی دی.

نتیش پانډي، چې د هندي تلویزیون او فلمي صنعت مشهور لوبغاړی دی، د ۵۱ کلونو په عمر د زړه د حملې له امله ومړ.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې نتیش پانډي د سه شنبې او چهار شنبې په شپه دوه نیمې بجې د زړه د حملې له امله راپرېوت چې دغه حمله مرګونې ثابته  شوه او ومړ.

د هندي رسنیو د خبر له مخې، د اداکار مړینه د هغه نږدې خپلوان او پروډیوسر سیدارت ناګر تایید کړې.

نتیش پانډي د هند په مشهور او مقبول تلویزیوني سریال انوپما کې د دیرج کمار رول لوبولی و. هغه په ​​ډیرو سپر هټ هندي ډرامو کې هم برخه اخیستې ده. اداکار په څو هندي سوپر هټ سریالونو، ډرامو او فلمونو کې د معاون اداکار په توګه کار کړی دی.  نتیش په سوپر هټ فلمونو لکه اوم شانتي اوم، دبنګ 2، بودای دو، کھوسلا کا گھوسلا کې هم کار کړی دی.

تگ