جوزا 03, 1402 17:31 Asia/Kabul
  • شاه رخ خان د خپلې ناروغې مینه والې مېرمنې د لیدو لپاره یو ځانګړی شرط اېښی

د هندي فلمي صنعت پاچا شاه رخ خان په دې وروستیو کې له یوې ۶۰ کلنې ښځې سره په ویډیويي اړیکه کې د خپلو مینه والو زړونه وګټل.

د هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټایمز د راپور له مخې دغې ښځینه مینه والې غوښتل چې یو ځل د خپل د خوښې فلم له هیرو سره وویني، چې شاه رخ هغه د ویډیويي زنګ له لارې حیرانه کړه.

د دې ښځینه مینه والې نوم شیواني چکرابورتي دی چې د هند د لویدیځ بنګال ایالت اوسیدونکی ده او له څو کلونو راهیسې د سرطان په ناروغۍ اخته ده.

د هغې دا هیله وه چې په ژوند کې یو ځل له شاه رخ خان سره وویني، چې په درناوي اداکار پخپله هغې ته ویډیويي زنګ وواهه، چې اوس په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوی ده.

د انډیا ټوډې د راپور له مخې، شاه رخ خان له دغې مینه والې سره ۴۰ دقیقې په ویډیويي اړیکه خبرې وکړې او په ورته مهال کې یې ژمنه ورسره وکړه چې ژر به ورسره وویني او د درملنې په برخه کې یې د هراړخیزې مرستې ډاډ هم ورکړ.

شاه رخ خان د ملاقات لپاره کوم شرط ایښی؟

د مېرمنې لور پریا وايي،شاه رخ خان د دغې مور د روغتیا لپاره دعا وکړه او د ناستې شرط یې دا و، چې هغه ته به له هډوکو پرته د ماهي غوښه پخوي..