ثور 30, 1402 17:29 Asia/Kabul
  • ایا اداکار رنویر سنګ به

د بالیووډ فلم پروډیوسر ریتیش سیډواني څو ورځې مخکې څرګنده کړه چې د هغه ملګري فلم جوړونکي فرحان اختر د "ډان ۳" طرحه وروستی کوي.

د هندي رسنیو په وینا د بالي اداکار رنویر سنګ د شاه رخ خان د مشهور رول لپاره وروستی شوی او هغه به په ډان ۳ کې د اداکارۍ جوهر نندارې ته وړاندې کړي.

شاه رخ خان د دې لړۍ په لومړیو دوو فلمونو کې مرکزي رول لوبولی او اوس هم تمه کيږي چې مرکزي رول ولوبوي. هندي رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ادعا کړې، چې پښتون اداکار د ډان لړۍ په نوي فلم کې کار کولو ته لېواله نه دی او فلم جوړونکي ته یې په رسمي ډول انکار کړی دی.

د سرچینو په وینا، فرحان اختر، رتیش سیدواني او شاه رخ خان د ډان 3 پروژې په اړه اوږدې خبرې اترې کړې وې، خو د بالیووډ پاچا بیا په فرنچائز کې کار کولو څخه ډډه کړې. رنویر سنګ تر دې وړاندې د ایکسل انټرټینمنټ سره د "دل دھڑکنے دو" او "ګلي بوائے" په څیر فلمونو کې غوره اداکاري کړې ده.