د ننګرهار ولایت په اړه کره معلومات
د ننګرهار حوزه چې تر اسلام د مخه د (نګاراهارا) يا (ناګاراهارا) په نامه ياده شوې او نن د ننګرهار په نوم ياديږي . د هډې (هيليو ) په شمول د لرغوني ګندهارا زړه تشکيلوي . د تاريخي اسنادو له مخې (نګاراهارا) د ((راجه اشوک)) له وخته د دوهمې قمري ميلادي نه راوروسته شهرت پيدا کړی دی .
د ننګرهار ولایت په اړه کره معلومات
د ننګرهار ولايت د داسې ولايتونو په ډله کې راځي چې ډېر ستر وياړونه ، کادرونه او ښکلي تاريخي ځايونه لري . نوموړی ولايت له مېړنيو ولسونو او قومونو ډک دی . په دې لړ کې د خوږياڼيو مېلمه پاله ، په خپله خاوره مين ، حساس او خوريکښ قوم هم شتون لري . په خوږياڼيو ، شينوارو ، مومندو اونورو ولسونو باندې د ننګرهار نوم ښه ياديږي . زما موخه د خوږياڼيو او د هغوی د لهجې په هکله د معلوماتو وړاندې کول دي ، خو مخکې له دې غواړم چې د ننګرهار ولايت نوم په هکله هم يو څه معلومات د تاريخ له پاڼو راټول او وليکم.
د ننګرهار ولايت تاريخي لرغونتيا د پخوانيو اريايانو له مدنيت سره اړيکې لري . د (هيون شنګ) له قوله د (نګرهارا) د کلمې يادونه د اوستا په کتاب کې هم شوې ده . د بودېزم دين په دې سيمه کې ډېره پرمختيا کړې . له (۱۵) زرو څخه زياتې وړې او متوسطې مجسمې ددې سيمې له يوې برخې څخه ، چې هډه نوميږي لاسته راغلي ،چې دا دميلاد په دوه يمې او شپږمې پېړۍ پورې اړه لري . او ډېر شمېر يې د پاريس موزيم ته وړل شوي دي (۱) .
ننګرهار اوس د خلکو په خولو او ذهنونو کې د ((همېشه بهار)) او د ((ګلونو هار)) په نامه ثبت دی . نوموړی ولايت د مديترانه يي اقليم لرونکی دی . دلته مالټه ،نارنج ، خرما شولې او ګني ښه حاصل ورکوي ، تود اوړی او معتدله باراني ژمی لري . د کلني اورښت اندازه يې د (۴۰۰-۱۲۵۰) ملي مترو په منځ کې تغيير کوي . د تودوخې منځنۍ درجه يې (۲۱) ده . د اسد په مياشت کې لوړه درجه (۴۸) سانتي ګرېد ته لوړيږي .
ننګرهار يا ننګنهار د ګلو هار ، د مېوو او ګلونو ښار ، د سمسورتيا او باغونو ښار، د وړانګو د صفتونو ښار د رودونو او غرونو ښار ، زمونږ د هېواد په لرغوني تاريخ کې له خاص فرهنګي ،سياسي ،پوځي او ستراتيژيکي اهميت څخه برخورداره ښار ،چې د تاريخ په بېلا بېلو مرحلو کې د همېشه له پاره له بلخه تر هنده د تجارتي کاروانونو لار ، د بهرنيو سيلانيانو د زيارتونو محل ، د پاچاهانو او امپراتورانو د پوره پاملرنې وړ سيمه پاتې شوې ده .
د ننګرهار حوزه چې تر اسلام د مخه د (نګاراهارا) يا (ناګاراهارا) په نامه ياده شوې او نن د ننګرهار په نوم ياديږي . د هډې (هيليو ) په شمول د لرغوني ګندهارا زړه تشکيلوي . د تاريخي اسنادو له مخې (نګاراهارا) د ((راجه اشوک)) له وخته د دوهمې قمري ميلادي نه راوروسته شهرت پيدا کړی دی .
پوهاند رازقي نړيوال په خپل اثر ((د هېواد لرغوني ښارونه او دتاريخ پاڼې)) کې داسې زياتوي : ((بايد په صراحت سره وويل شي ، کومې موضوع چې په مکرره او مکرره توګه يې (نګاراهارا)د مورخانو د پاملرنې وړ وګرځوله او په زياته اندازه ترې په تاريخي واقعاتو او اثارو کې يادونې وشوې هغه په (نګاراهارا) کې د بودايي اتين او ګريکو بودا صنعت ستر مرکزيت وه . ))
د ننګرهارپه لويديځ کې جګدلک ، په ختيځ کې يې د خيبر دره يا د خيبر او شمشاد غرونه ، په شمال کې يې د کابل سيند او په جنوب کې يې سپين غر پروت دی. د ننګرهار کلمه تر اسلام دمخه ماخذ کې د لومړي ځل له پاره ناکاراهارا يا(ناګاراهارا) ليدل شوې ده .
پوهاند رازقي نړيوال د ننګرهار د کلمې اوسنی شکل داسې توضېح کوي : (( په دې کې شک نه شته چې د (ناګار) يا د (نګر) سيمه د هېوان شنګ د يادونې له مخې هماغه د (ننګر) سيمه ده ،چې د (هار ) د کلمې په زيادښت(لاحقې) چې د ښار معنا ورکوي . او مرکز ته يې نګاراهارا او ننګرهار وايه ،چې وروسته د خلکو په ذهنونو کې د ننګرهار په شکل ثبت شو .))
پوهاند رشتين صيب له قوله د نګراهارا نوم د لومړي ځل د پاره د ((راجه اوک) له وخته يعنې د دوهمې ميلادي پېړۍ د مخه زمانې راهيسې مشهور شوي دي (۲۰) .
زه دغه موضوع نه شم اوږدولای ،ځکه دلته مې يوازې د ننګرهار د کلمې د تسميې وجه او ددغه ولايت ځينې ځانګړنې موخه وه . په دغه ولايت کې د درونټې کانال د غازي اباد او هډې فارمونه خړوبوي . دا ولايت لرغوني فرهنګ لري ،عالي تعليمات يې په علمي کچه دي . مجهز پوهنتون ،عالي دارالمعلمين (په ښار او ولسواليو کې ) ، تلوېزيونونو شبکې ، راډيوګانو خپرونې ، ورځپاڼې ، مجلې ، مدني ټولنې ،مسلکي تخنيکي ښوونځي اونور ډېر څه لري . په دغه ولايت کې د سراج العمارت باغ ، د امير شهيد باغ ، د درونټې ساحه کې غرونه ، ،باسول کې د سيند په غاړه سوړې ، چې د بودېزم عبادت ځآيونه دي او دمملې باغ په دغه ولايت کې له تاريخي پلوه ډېر ارزښت لري . په دغه ولايت کې ډېرې صنعتي فابريکې ،ځنګلونه ، سيندونه ، اونورې ډېرې ښکلې طبيعي سيمې شته .
د ننګرهار ولايت اداري واحدونه يا ولسوالۍ عبارت دي له :
بهسود ، سره رود ، کامه ، خوږياڼي (کږه) ، چپرهار ، اچين ، غني خېل ، نازيان ، کوټ ، بټي کوټ ، مومندره ، حصارک ، چپرهار ، شېرزاد، پچير اګام ، هسکه مېنه ، دوربابا ، ګوشته .
خوږیاڼي/لومړۍ برخه / لیکوال: پوهنیار عصمت الله میاخېل