ثور 23, 1402 16:50 Asia/Kabul
  •   لهجه د يوې ژبې هغه ګروپي بدلونونه دي ، چې د يوې ژبې د خلکو  په وينا کې ليدل کيږي

د ژبو موجوديت اصلاً له يوې شريکې منشا څخه سرچينه نيسي ،چې د وخت په تېرېدو سره ترې بېلابېلې ژبې جوړې او په ځانګړو نومونو ياديږي .ژبې د يو بل د پېژندلو او هغه افکار چې په زړه او ذهن کې لرو ،د ښکاره کولو له پاره مهمه وسيله ګڼل کيږي . په نړۍ کې ډېرې ژبې دي ، چې هم د هماغه ټولنې د وګړو تر منځ او هم د نړۍ په کچه د خلکو ترمنځ د پوهولو راپوهولو غوره وسيله ګڼل کيږي . تر څنګ يې ډېرې داسې ژبې شته چې د يو هېواد او يا هم د څو هېوادونو په چوکاټ کې پرې وګړي خبرې کوي .

د ګړدود په اړه لنډ معلومات : لومړۍ برخه

لیکوال: پوهنیار عصمت الله میاخیل

((....وَ جَعَلْنکُمْ شُعوُبًا وَ قَبَايِلَ لِتَعَارَفُوٌ . اِنَّ اَکْرَمَکُمْ عِنْدَاَللهِ اَتْقکُمْ ط اِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِير...)

سپاره (۲۶)سوره حجرات (۱۳)الايه

 ژباړه: او تاسو مو ډلې ډلې او قبيلې وګرځولئ ، چې يو بل وپېژنئ . يقيناً په تاسو کې د الله په نزد هغه څوک عزتمند دی چې ډېر تقوا دار وي . بېشکه الله په هر څه پوه او خبرداره دی .

       د ژبو موجوديت اصلاً له يوې شريکې منشا څخه سرچينه نيسي ،چې د وخت په تېرېدو سره ترې بېلابېلې ژبې جوړې او په ځانګړو نومونو ياديږي .ژبې د يو بل د پېژندلو او هغه افکار چې په زړه او ذهن کې لرو ،د ښکاره کولو له پاره مهمه وسيله ګڼل کيږي . په نړۍ کې ډېرې ژبې  دي ، چې هم د هماغه ټولنې د وګړو تر منځ او هم د نړۍ په کچه د خلکو ترمنځ د پوهولو راپوهولو غوره وسيله ګڼل کيږي . تر څنګ يې ډېرې داسې ژبې شته چې د يو هېواد او يا هم د څو هېوادونو په چوکاټ کې پرې وګړي خبرې کوي .

     د ژبو په ډله کې يوه هم د ارياني ژبو د شمال ختيځې ډلګۍ يوه مهمه او پخوانۍ ژبه ده ، چې د (پښتو) په نامه ياديږي . په پښتو ژبه د ګران هېواد تر پنځه شپېته سلنه وګړي ، په کوزه پښتونخوا  او په نورو سيمو کې خبرې کوي او خپل مفاهيم پرې ليکي . هغه خلک ، چې په دغه ژبه غږيږي هغوی پښتانه بولي . دا چې پښتانه د جغرافيوي سيمو له مخې يو تر بله لېرې او يا هم پنا ژوند لري يعنې غرونو يې تر منځ واټن رامنځ ته کړی دی ، نو په ژبه کې د بېلا بېلو لهجو د رامنځ ته کېدو لامل ګرځېدلی دی ، ځکه هغه سيمې ،چې د غرونو او درو په منځ کې وي د هغو سيمو په نسبت چې اوارې دي ،د لهجو ډېر توپير لري . د پښتو ژبې په موجوده لهجو کې د ډېرو تر منځ خپل منځي توپيرونه هم شته . د  ختيځې  ډلې لهجې چې په يو ګروپ کې هم شاملې دي ، هم په خپلو منځو کې سره توپيرونه لري .

      لهجه د يوې ژبې هغه ګروپي بدلونونه دي ، چې د يوې ژبې د خلکو  په وينا کې ليدل کيږي او له معياري ژبې په پرتله څه نا څه توپير لري .    په پښتو ژبه کې لهجې  د ټولنيزو طبقاتو په وسيله نه دي رامنځ ته شوي ، بلکې په جغرافيايي او ټبرني بنسټونو ولاړې دي . چېرته چې نوموړې رنګارنګې ډېره وي ، هلته ژبنۍ رنګارنګي هم ډېره ليدله کيږي . د بېلګې په توګه د اوارو سيمو او ښارونو په نسبت په لوړو او غرنيو سيمو کې له ډېرو لهجوي توپيرونو سره مخ کيږو . په پښتو ژبه کې ډېرې لهجې ليدل کيږي چې ځينې يې په دوه ډوله(ختيځه لهجه او لويديځه لهجه)  او ځينې يې په درې ډوله(ختيځه(ننګرهارۍ)، لوېديځه(کندهارۍ) او مرکزي(منځنۍ) ) ګڼي.

۱- په کندهارۍ پښتو کې له کندهار پرته نورې لويديزې او سوېل لوېديزې سيمې هم راځی ، چی د بادغيس له بالا مرغاب، غورماچ، د غور نياز کلا، او د هرات له کهسان څخه را پيل کيږی او د زابل تر جلدکه رارسي او زياتره په سړبني او بيا په غرغښی او بېټنی ټبرونو پورې اړه لری.  لکه: بارکزي، الکوزي، ساکزي، نورزي، اڅکزي، کاکړ، ترين، پرېڅ، بابړ . . . دغه راز په يوڅه توپير په دغه ډله کی د سوېل وزيري، مسيدي او بېټني او د ختيځ د خټکو پښتو هم راځی.

۲- منځنۍ ګړدودي ډله يا پښتو چې له جلدکه را پيل کيږی او تر درونټې پورې اوږدوالی مومي. د زابل پکتيا، غزني، وردګو، ميدان، لوګر، کابل، پروان، کاپيسا، لغمان، او يو څه د ننګرهار په متوزيو (غلجيو) او کرلاني ټبرونو پورې اړه لري لکه :هوتک، توخي، ناصر، تره کي، سليمان خېل، علي خېل، اندړ، ځاځې، ځدران، منګل، توتاخېل، تنې، مندوزي، اسمعېل خېل، احمدزي، عبدالرحيمزي، . . . سانيزی، وردګ، اميرخېل، خروټی، سهاک، بابکرخېل، اکاخېل، تره خېل، هوتخېل، اورياخېل، ساپي، جبارخېل، نيازي، خوېشکی او داسې نور. په استثنايي توګه د کونړ او باجوړ ځينې سيمی او ټبرونه هم په منځنۍ ډله کې راځي.

۳- ختيځه ه يا ننګرهارۍ ګړدودي ډله چې له درونټې او د ککړک څخه پيل مومي او مخ پر ختيځ او شمال ختيځ تر اټکه رسي. ددې ډلې په سيمو کې دوو زياتره سړبني او کرلاڼي ټبرونو پښې مېشتې دي. لکه :خوګياني، شينواري، ساپي، مومند، يوسفزي، داودزي، خليل دلزاک او نور دلته د کونړو او باجوړ ځيني ټبرونه لکه ماموند، سالارزي، اوتمانخېل، ابراهيم خېل او نور ګاونډي ترکاڼي تبرونه د ځينو ګړدودي ځانګړتياوو (لکه د ښوينګ) له پلوه په منځنۍ ډلې پورې اړه لري. دغه راز لکه دمخه چې وويل شو د کوهات خټک، بنګښ، بنوڅي او داسې نور ...ګاونډي ټبرونه په کندهارۍ  ډلې پسې ځي .

       

لیکوال: عصمت الله میاخیل

 

      

تگ