ثور 23, 1402 16:43 Asia/Kabul
  • د ننګرهار ننداره - لیکوال: پوهاند صدیق الله رشتین

په دغه لړۍ کې هڅه کوو تر څو د پوهاند صدیق الله رشتین د اثر د ننګرهار ننداره نومي اثر هنري متنونه درته خپاره کړو.

د ننګرهار سفر

د لته بند شپه

زه او زما منصبداران ملګري د ۱۳۲۸ کال د دلوې په ۱۸ نېټه په يوه بجه له کابل نه ووتو، لارۍ له سورلو نه ډکه روانه ده ــ واوره په تېزۍ وريږي او په سړک يې سپين څادر غوړولی دی . په بتخاک کې له لږ ساعت ايساريدو نه پس مخ په لته بند روان شوو. د ملاعمر سمڅې راورسيدې ، د چای ، ډوډۍ ، مانځه ، اوداسه د پاره لږ شان ته ايسار شو او بيا څلور نيمې بجې لارۍ و غرېدله او په قار قار روانه شوه، پنځه بجې کيدونکې وې چې د لته بند بيخ ته ورسيدو، دلته په لومړي ځل د لارۍ پښه وښويېده خو د ډنډه پنج په زور ټينګه شوه . څو قدمه وړاندې چې ولاړو څه ګورو چې د جلال اباد له خوانه راغلې لارۍ د لار په منځ کې ولاړه ده، سورلۍ ترې ټولې مخکې دکانونو ته تښتيدلي دي او يوازې موټروانان ورته اريان اريان ولاړ دي. زمونږ موټروان هم د کومک د پاره ورغی ډېر ساعت يې ورسره لاس او پښې يخې کړلې خو کار ونه شو. د پاسه د ماښام تياره راخپره شوه ــ څوک په موټر کې د يخنۍ نه ريږدي څوک لاندې په واوره کې ولاړ دي او د باد شغار ته يې غوږونه نيولي دي.

په دې وخت کې ما خپل منصبدار ملګري ته وويل: چې وخت ناوخته شو، شپه تياره ده، د باد سيلۍ ، واورې او يخنۍ چپاو شروع دی، مخکې ودانۍ ته ډېره لار پرته ده. د لته بند د کږليچونو نه په دې تياره شپه او دې واورو  کې وتل معجزه غواړي بايد چې مخکې ولاړ نه شو او په لاندې د کانونو کې شپه تيره کړو. ده وويل: ((سړی چې هوښيار شي ډېر احتياط کوي)) خير ماهم نور څه ونه ويل، د موټروانانو هم پاته کيدو ته زړه نه وو، سورلۍ هم د تلو په ټکي پوهېدې مګر د دې سختې شپې د کړاو فکر يې نه شو کولای . سورلو د هغه ولاړ موټر په څنګ کې لار پاکه کړه، لارۍ چالان شوه، په لته بند باندې تشه خيژي، او سورلۍ ورپسې پياده منډې وهي ، کوم ځای کې چې سليپ وکړي هلته ورته خاورې ، شګې اچوو او په ټيلو ټيلو يې مخکې بيايو ، د ورځې خو مونږ په لارۍ کښې سپاره يوو مګر د شپې لارۍ زمونږ په زور درومي ، په ډېر کړاو او ربړ د لته بند سرته وختو، لږ غوندې چې ښکته لاړو دوې پاسنۍ لارۍ په لار کې ولاړې دي، مونږ ته يې هم اخطار راکړ چې مخ کې د تلو امکان نشته  وړاندې مه ځئ او په ځای ودرېږئ ، مګر زمونږ د ملګرو وينه ګرمه ده د لته بند يخنۍ هم سړولی نشوه، څو قدمه نور هم مخ کې وښويېدو ، په ډېره خوارۍ په بېلونو وهلو ، خاورو اچولو مو په لار کې د يوې ولاړې لارۍ تر څنګ  لار جوړه کړه او په ټېلو ټېلو مو خپله لارۍ له ښويدنې نه وويستله.

سورلۍ لاندې په واورو کې په خپله کاميابۍ د خوشحالۍ چيغې وهي مګر خبر نه دي چې مخ کې په څه کيږي.

څه به يې درته اوږدوم خو چې لارۍ د يوې ښويندې نه ووته په بل مخ ځوړ ښويندې باندې ورسمه شوه، نو نور د لارۍ راټينګول د موټروان د قدرت نه بهر کار وو، نه يې بريک ټينګ کړی شو نه يې لارۍ کاټ کړی شوه. زمونږ لارۍ مخامخ د يوې بلې وړې لارۍ سره د يوې ډغرې وهلو خيال درلود نيغه پرې ورغله او تندي يې سره وجنګول د ولاړې لارۍ پوزه يې ورچيته کړه او جنګيدلي سرونه دواړه سره ودردېدل چې د سبا پورې يې د خلاصې امکان نه ؤ.

دا ټکره مو چې وخوړه نو پوه شو چې شپه مو د لته بند په سر کې راغله.

دلته ما ملګرو ته وويل چې د لته بند اصل نوم ((موټربند)) دی نور يو پل هم مخ کې د تلو اميد مه لرئ او په لوی زړه ددې هيبتناکې شپې کوهي ته ځانونه واچوئ ، هر څه چې پېښ شول.

خپل منصبدار ملګري ته مې خوله ورنزدې کړه چې (( ملګريه! سړی چې هوښيار شي ډېر احتياط کوي)) ده وويل چې (( له پېښې نه تېښته نشته او څه چې تقدير وي هغه کيږي.)) ما وويل: ((بې شکه ، مګر دا تقدير خو مونږ پخپله ځانته پېښ کړ.))

تقدير شته دی خو تدبير هم عنقا نه دی

د تقدير مـارغـان بند شوي په تــدبير دی

ده بيا ځواب راکړ چې دا تقدير خو يوازې مونږ ته پېښ نه دی شپږ لارۍ نورې هم په دې تقدير اخته دي. ما خبره لنډه کړه چې ښه کينه تر سبا پورې همدغه سندرې وايه ــ د لته بند د غاښې شپې لکه تورې بلا خوله وازه کړې ده، د جلال اباد له خوانه راغلي موټر کې سپين ږيري او تور سرې دي، د ماشومانو ژړا او د رنځورانو زګيروي ترې پورته کيږي مونږ ټولو په تياره شپه ، د واورو او سيلۍ په طوفان کې ځانونه تقدير ته وسپارل ځای په ځای هر څوک په خپل خپل موټر کې کيناستل، نه وروسته څوک تلای شي نه مخکې ، نه د اور رڼا شته نه د ډوډۍ کپ، د  لوږې او يخنۍ شبخون داسې راګير کړي يوو چې غوږ قدر ته هم نه شو رپولی، واوره په تيزۍ ورېږي، باد په مستۍ او غورځنګونو راغلی دی، او د واورو زګونه يوه خوا بل خوا نولي، مونږ د خپل موټر په لومړي سيټ کې په دوه پښو د موټر وانانو سره ناست يوو، وروسته خلق له يخنۍ داسې ړچېږي لکه د تلو په وخت کې د موټر باډۍ ، مونږ که څه هم د لارۍ په سيټ کې يوه بړستن په پښو اچولې وه مګر درسته شپه له يخنۍ نه اوار ړچېدو او تر سهره مو سترګه پټه نه کړی شوه. د شپې له اتو(۸) بجو نه د سبا تر (۸) بجو پورې پوره ۱۲ ساعته د موټر په سيټ کې غونج مونج ناست وو او د سيلۍ شور او شپيلو ته مو غوږونه نيولي وو د (( موټر بند)) په څوکو کې په ټولو ايسار شوو خلکو دغه د مرګ شپه سبا شوه . د ګهيځ د رڼا سره په مونږ کې هم لږه ساه وغړيده ، د خپلو ځايو نه راښکته شو چې ګورو د سرويس په موټر کې يو رنځور يخنۍ نيولی دی، خوله يې نښتې ده، لاسونه او پښې يې بې دمې دی او يوه غريبه خور ورته په ژړا سرده، دې چغو د ټولو زړونه ودردول په ډېر تکليف مو څه وچ لرګي پيدا کړل اور مو بل کړ او سکروټې مو د اوبو په ډولچه کې واچولې رنځور مو تود کړ او لږ شانته يې حال ښه شو. په دې وخت کې معابر يعنې د ليارو تيريدونکي يا ساتونکي يا پاکونکي راورسيدل سړک يې له واورو څخه څه قدرې پاک کړ، زمونږ د موټر په پښو کې هم سا پيدا شوه او ښکته روان شو، مونږ ورسره د ((دانه ګۍ )) پورې پياده منډې وهلې او په دې توګه د (( لته بند)) د شپې له کومې ژوندي راووتلو . زمونږ لارۍ خو تشه وه او بله دا چې له واورو راووتلو نو زړونه مو ډاډه وو مګر خدای  خبر چې په هغو نورو ولاړو لارو به څه قيامت تير شوي وي؟ بيا په لارۍ کې کيناستو او مخ په سروبي وخوځيدو.

د لته بند له واورو خو خلاص شو مګر سيلۍ راسره هماغسې ملګرې وه او ځان له  يې يو ساعت نه پرېښودلو.

 

تگ