د چا په ظاهر ژر پرېکړه مه کوئ
ځينې خلک د یو چا ظاهر ته وګورې او ژر تر ژره د خپل ګومان له مخې پرې پرېکړه وکړي چې دا ناسم کار دی .
په ظاهره باندې پریکړه
کولوایې یو پاچا وو، چې په اونۍ کې به یې یوه ورځ خپل جامي به يې بدلي کړي او د ښار په سړکونو او کوڅو به یې د خپل ولس حال پوښتلو:یوه ورځ چې وزیر هم ورسره وو، د ښار په کومه څنډه کې ګرځیدل چې یو سړی یې په خاورو کې پروت ولید.بادشاه او وزیر ورنږدې شول او سړی یې وخوځاوه،څه ګوري چې سړي خپله اروا خالق ته سپارلې او مړ دی.خوا او شا خلک ګرځيدل او په خپل روزګار بوخت ول، هیچا هم ددې مړي غم نه کاوه،بادشاه خلکو ته غږ کړ ویل یې تاسو کې دومره انساني همدردي هم نشته دا سړی دلته مړ پروت دی او تاسو یې پورته کوي نه.خلکو ورته ویل ته دا نه پېژنې دا د زمانې بدعمله بد فعله انسان وو، شرابي او زنایي وو، بادشاه ویل که هر څه و، خو انسان او مسلمان خو دی کنه!خو هیچا مرستې ته غاړه کینښودهپاچا او وزیر اړ شول چې مړی پورته کړي.په پوښتنه ،پوښتنه یې تر کوره ورسوه، کله یې چې مړی د هغه ميرمنې ته کیښود نو میرمن په ژړا سر شوه او ویل یې دا په نړۍ کې تر ټولو نېک صالح انسان وو.بادشاه د ښځې په دې خبره حیران شو او ویل یې چې ټولو خلکو ویل چې دا ډېر بدعمله انسان و او ته وایې چې نېک دی!میرمنې ویل هو د خلکو خبره هم پر ځای ده ځکه چې خلکو د هغه ظاهر کتلی و، خو زه یې له باطنه خبره یم.دې سړي به هره ورځ څو بوتله شراب راوړل او خاورینه کټوۍ کې به یې خالي کول.ویل به یې یو څو کسه مې له ګناه وژغورل او شراب مې ترې توی کړل.همدا ډول به یې بد اخلاقه ښځه راوسته او په کوټه کې به یې بند کړه او سهار به یې خوشې کړه او خپل اُجره به یې ورکړه.ویل به یې نن مو شکر دی څو کسان له زنا وژغورل.نو دې ځايونو ته تللو او راتللو دا سړی داسی بدنام کړ چې خلکو به ترې مخ اړولو.ښځه يې وايې یوه ورځ مې ورته ویل چې سړیه که مړ شې نو څوک به دې جنازه ونکړي؛ څوک به غسل در نکړي!ویل یې ښځې ته بې غمه اوسه زما پر خپل خدای باور دی زما جنازه به د هېواد بادشاه کوي.دې خبرې سره د بادشاه له سترګو اوښکې راغلې او ویل یې خورې زه بادشاه یم او ددې سړي خبره رښتیا وه.ددې جنازه به زه کوم.