ثور 09, 1402 07:57 Asia/Kabul
  • د کوچنی اختر نمانځنه په وردګو کې، څلورمه برخه

لیکوال: ګل آغا احمدي وردګ

په دې کې شک نشته چې وردګ قوم یوازې د وردګ ولایت په څلورګونو ولسوالیو (جغتو، سیدآباد، چک او دایمرداد ـ جلګه) کې هستوګنه نه لري بلکي د افغانستان په مختلفو ولایتونو او لویو ښارونو کې هم ګڼ شمېر وردګ اوسېږي، د هېواد د نورو وروڼو قومونو سره د افغاني او اسلامي ورورګلوۍ د بنسټونو په اساس نږدې  اړیکې لري، د خپلو فرهنګي آرونو په ساتلو سره سره د ټولنې په عامو دیني، مذهبي، کلتوري او ټولنیزو مراسمو کې برخه اخلي. لکه څنګه چې وردګ قوم پخوا په کلیو کې د کوچني اختر رنګین مراسم درلودل او اوس هم له ځینو بدلونونو سره یاد مراسم په خپل حال پاتې دي، په همدې توګه ښار مېشتي او په نورو ولایتونو کې هستوګن وردګ وګړي هم تقریبا کلیوالو سیمو ته ورته اختریز مراسم لري. په هغو ولایتونو، ښارونو او ټولنو کې چې د وردګ قوم وګړي د افغانستان له نورو قومونو سره نږدې هستوګنه لري، د هغوی سره یو ځای مروج اختریز مراسم او دودونه نمانځي. خو په هغو سیمو او ولایتونو کې چې د وردګ قوم ګڼ شمېر وګړي په یو ځای، د یو کلي، محلې یا ښارګوټي په بڼه هستوګنه لري، د ژوند په زیاتره چارو کې د خپلو وردګي اصولو پاللو ته ژمن شوي دي، خپله ژبه او کلتور یې ساتلی او کوچنی اختر په ورته توګه نمانځي لکه په تېرو لیکنو کې یې چې یادونه و شوه. د همدې سلسلې د دې برخې منځپانګه هغو وردګ وګړو ته ځانګړې شوې ده چې په پلازمېنه کابل کې مېشت دي او په خپلو اصیلو بنسټونو سربېره یې د کوچني اختر د نمانځنې یو لړ نوي مراسم رامنځته کړي دي چې دلته په لنډه توګه پرې خبرې کېږي.

رنګین دسترخوان

کابل مېشتي وردګ د کابل د نورو ښاریانو په څېر د مېلمنو د استقبال لپاره د خپلو کورونو په یوه ځانګړې کوټه کې د کوچني اختر داسې دسترخوان جوړوي چې د اقتصادي توان سره سم په رنګارنګ وچه او لمده مېوه ښکلی شوی وي. هرو مرو به دغه ډول د مېوو دسترخوانونه اوس مهال د وردګ ولایت د څلورګونو ولسوالیو په مېشتو وګړو کې هم دود شوي وي خو پخوا د دې ډول دسترخوانونو جوړول په کلیو کې دود نه وو بلکي کله به چې مېلمانه راغلل نو هغوی ته به یې سمدلاسه وچه مېوه په پشقابونو کې ورته واخیسته او د خپلو مېلمنو تود استقبال به یې وکړ. باید وویل شي چې د اختریز دسترخوان د جوړولو لګښتونه نسبت عادي حالت ته زیات دي او د کور خاوند مجبورېږي چې رنګارنګ وچه او لمده مېوه د خپل اختریز دسترخوان لپاره تامین کړي.

اختریز چای

کابل مېشتي وردګ په عامه توګه د اختر د لومړي سهار جمعي اختریز چای یا سبا ناری نه لري بلکي یوازې هغه وردګ وګړي جمعي اختریز چای له اصلي وردګي دود څخه په یو څه توپیر لري چې له یو بل سره نږدې اوسېږي، مشترک جوماتونه لري او ښایي په ټولنیز ترکیب کې یې د افغانستان د نورو قومونو وګړي هم وي. خو په دې اختریز چای کې هغه وردګي دود چې د وردګو د څلورګونو ولسوالیو په کلیو کې رواج دی، په ښاري سیمو کې په بشپړه توګه د تطبیق وړ نه دی او نه مراعات کېږی. په همدې توګه اختریزه ډوډۍ د ښار مېشتو وردګو تر منځ یا خو بېخي نشته او که چېرې د ځینو وګړو تر منځ د اختریزې ډوډۍ سیستم موجود وي نو څرنګوالی یې له وردګي کلیوالو سره توپير کوي او د وردګو له اصلي دودونو، کتغ او سیستم سره متفاوت دی.

تګ راتګ

د ښار مېشتو وردګو تر منځ هم د یو بل کورونو ته ورتګ رواج دی خو په دومره پيمانه نه دي لکه د وردګو په کلیو کې چې وګړي یو د بل کورونو ته ورځي او له یو بل سره په ټولنیزو اړیکو کې نږدېوالی لري. په ښارونو کې د مېشتو وردګو زیات شمېر کسان یوازې هغو کورونو ته ورځي چې د خپلوۍ، دوستۍ، خېښۍ یا کلکې آشنایۍ اړیکې ورسره لري. خو په کلیو کې داسې دود دی چې عام وګړي په کوچني اختر کې په زیات شمېر د یو بل کورونو ته ورځي او ټولنیزې اړیکې یې نسبت ښارونو ته زیاتې پياوړې وي. یا په بله مانا په کلیو کې ژوند د یوې کورنۍ حیثیت لري او کلیوال وګړي که په خپل منځ کې خپلوي لري یا یې نه لري، له یو بل سره نږدې اړیکې پالي او په اختریزو مناسبتونو کې د یو بل کورونو ته ورځي.

اختریز بنډار

کابل مېشت وردګ له ۱۳۸۳ هجري لمریز کال څخه را وروسته تر ۱۴۰۰ هجري لمریز کال پورې د نارینه وو لپاره اختریزه غونډه جوړوله دغې اختریزې غونډې ته به یوازې د ګوتو په شمېر پېژندل شوې او تعلیم یافته ښځینه وردګې هم ورتلې او ګډون به یې پکې کاوه. دغه غونډه چې بنسټ یې د غازي محمد جانخان کلتوري ټولنې په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال کې اېښی وو او څو کاله د همدې ټولنې په نوښت په کوچنیو او لویو اخترونو کې جوړېده، په ۱۳۸۹ هجري لمریز کابل کې د وردګو د قومي عالي شورا په رامنځته کېدو سره یې د جوړېدو چارې همدې شورا ته و سپارل شوې. دغه ډول وردګي اختریزې غونډې له ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ کلونو پورې د کرونا وبا، امنیتي ستونزو، د رژیم د بدلون او ځینو نورو عواملو له کبله نه دي جوړې شوې. د کابل مېشتو وردګو اختریزې غونډې لومړۍ د کابل ښار د ودونو په لویو سالونونو کې جوړېدې چې وروسته کانټننټل هوټل او له هغه څخه وروسته د ځینو وردګ مشرانو شخصي مېلمستونونو ته انتقال شوې. د دې غونډو ښه والی په دې کې وو چې یو زیات شمېر نارینه مشران او د مختلفو پاړکیو وګړي به پکې راټول شول، له یو بل سره به یې و لیدل او له یو بل سره به یې د زړه خواله وکړه. همدارنګه د غونډې جوړونکو به یې خدمت وکړ، چای، خواږه او مینه به یې ورته تقدیم کړه. له بلې خوا د دې غونډو په لړ کې به زیات شمېر کابل مېشتو وردګو له یو بل سره د اختر د مبارکۍ تر څنګ کله کله په مختلفو سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او داسې نورو مسائلو بحث هم وکړ. همدارنګه په دې راز اختریزو غونډو کې به کله کله د وردګو د اختریز کلتور په هکله هم خبرې کېدې او د دې تر څنګ به یو نیم شعر ویلو ته هم اجازه ورکول کېده. د دې غونډو هغه اړخ چې د نیوکې وړ دی دا دی، چې زیاتره وخت به له خپلې اصلي اجنډا څخه بلې خوا ته لاړې او کله کله به یې د داسې یو ناخوښ سیاسي او ټولنیز کنفرانس شکل ځانته غوره کړ چې په غونډه کې به د زیاتو را ټول شوو افرادو لپاره په زړه پورې نه وو. داسې هم شوې دي چې دغه راز غونډه به ختمه شوه، دعا به وشوه او له دعا څخه وروسته به یو تن په خپل سر د ستېج سر ته لاړ او داسې وینا به یې وکړه چې له اختریزې غونډې سره به یې هېڅ راز تړاو نه درلود. له دې سره به غونډه بېرته له سره پيل شوه او ګڼ شمېر کسانو به داسې ویناوې وکړې چې د غونډې د حضارو به هېڅ نه خوښېدې. په دې راز اختریزو غونډو کې به زیات شمېر اشخاصو علاقه درلوده چې اوږدې اوږدې ویناوې وکړي او ځینې داسې روان مسائل مطرح کړي چې زیاترو کسانو ته به په زړه پورې نه وو او ځینې کسان به په دې ډول خبرو خپه شول. همدارنګه راغونډ شوي خلک به مجبور وو چې ساعتونه ساعتونه په دې راز غونډو کې کښېني او له اجنډا څخه بهر د یو شمېر ویناوالو له خوا حیرانونکې خبرې واوري. یوه بله لویه نقیصه چې په دې غونډو کې تر سترګو کېده هغه دا وه چې د دې غونډو د تصمیمونو د اجرا کولو لپاره به هېڅ راز تعقیبي پروګرام نه وو او زیاتره خبرې او تصمیمونه به د غونډې په ځای کې له کومې ګټورې پایلې پرته په هوا کې پاتې شول. همدارنګه د دې غونډو یو بل اړخ  چې د حیرانتیا سبب ګرځېده دا وو چې په مجموعي توګه یې په تمویل کې ټولو کابل مېشتو وردګو برخه نه اخیسته او نه یې دغه کار ته چندان علاقه څرګندوله څو د دې موخې لپاره د کابل مېشتو وردګو تر منځ یو داسې مشترک مالي صندوق او پوخ دایمي بنسټ رامنځته شي چې ټول وردګ په مساویانه توګه برخه پکې واخلي او د سهم اخیستلو مسئولیت یې یوازې څو تنو اشخاصو ته محدود نه وي. همدارنګه څو کاله دغه غونډه په مشابه نوم د کابل ښار په دوو مختلفو ځایونو او عین وخت کې تر سره کېده چې زیاتره کابل مېشتي وردګ له دې کار څخه نا خوښه وو او هیله یې درلوده چې باید د اختریزې غونډې د جوړېدو مسئولیت یوازې هغه اړخ و لري چې په کابل کې یې د دې راز غونډو د جوړېدو بنسټ اېښی او د هغه د تدویر مدېریت ور په غاړه دی. طبیعي ده چې ځینو کسانو به غوښتل له دې ډول غونډو څخه د خپل ځان په نفع ګټه پورته کړي، خپل ځانونه د خلکو په وړاندې مطرح څرګند کړي، د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنو لپاره یې د کمپاین یوه مقدمه وګرزوي او داسې نور. خو د غونډې تنظیموونکو به په ټول توان هڅه کوله چې د دې راز وردګي اختریزو غونډو څخه څوک شخصي استفاده و نه کړي بلکي یوازې د اختر مبارکۍ، په ټولنه کې د اختر د اهمیت او د اختر د کلتوري ارزښتونو د بیانولو په مدار یې را وڅرخوي.

ملاقاتونه

یو شمېر کابل مېشتي وردګ علاقه لري چې د کوچني او لوی اختر په ورځو کې له اختریزې غونډې څخه وروسته د هغو مشرانو کورونو ته په ټولیزه بڼه ورشي چې د افغانستان په دولت کې (د وزیرانو، معینانو، والیانو، لویو منصبدارانو او داسې نورو) په سطح به یې لوړ لوړ مقامونه درلودل. د دې لیدنو څخه موخه دا وه چې له هغوی سره د اختر د مبارکۍ تر څنګ په یو لړ مسائلو هم لنډکي بحثونه وکړي او د روانو چارو په اړوند د هغوی له دریځ څخه ځانونه خبر کړي. د دې لیدنو تصمیم به په بیړنۍ توګه نیول کېده او دغو لیدنو هېڅ رار مخکېنۍ اجنډا نه درلوده او نه به یې د تصمیمونو د عملي لپاره تعقیبي ګامونه پورته کېدل.

اختریزه مشاعره

له ۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۹۷ لمریز کال پورې به د اختر په څلورمه نېټه کابل ادبي بنډار ځانګړې اختریزه مشاعره جوړوله. په دې مشاعره کې به د وردګو او د هېواد د یو شمېر نورو سیمو لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو، محصلینو، زده کوونکو او عامو وګړو ګډون کاوه، د اختر په مناسبت به یې شعرونه او خپله ادبي تنده به یې ماتوله.

غزلیز ماښام

یو شمېر کابل مېشتو نارینه وردګ ځوانانو چې د مختلفو کلتوري ټولنو غړیتوب یې درلود، له ۱۳۹۶ کال څخه تر ۱۳۹۹ کال پورې په کابل ښار کې د کوچنی اختر د لومړۍ ورځې په پای کې داسې اختریز ماښام جوړاوه چې په هغه کې به د اختر مبارکۍ، شعر، غزل، ټوکو ټکالو، تفریحي پروګرامونو، تمثیلی پارچو، ماښامنۍ ډوډۍ، موسیقۍ، اتڼ او داسې نورو مراسمو ته ځای ورکول کېده. دغه ډول غزلیز ماښامونه به زیاتره په ښوونځیو او د ځینو متمولو وردګ مشرانو په مېلمستونونو، دفترونو او کارځایونو کې جوړېدل.

د پاملرنې وړ ټکي

لومړی: باید یادونه وکړو چې په وردګو کې د کوچني اختر او لوی اختر مراسم په بشپړه توګه له یو بل سره ورته والی لري خو د قربانۍ دود او سنت د لوی اختر یوه داسې ځانګړتیا ده چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ صورت مومي او په کوچني اختر کې نه کېږي.

دویم: د وردګو په ځینو کلیو کې هغو کورونو ته د دعا په نیت وګړي ورځي او اختریزه فاتحه لري چې اختر ته په نږدې وخت او حتی د تېر یو کال په جریان کې یې خپلوان وفات شوي وي.

دریم: په وردګو کې ځینې کسان د اختر په ورځو کې د خپلو هغو عزیزانو قبرونو ته ورځي، دعا ورته کوي او زیارت یې کوي چې د تېر یو کال په جریان کې یا اختر ته په نږدې ورځو کې وفات شوي وي.