ثور 09, 1402 07:53 Asia/Kabul
  • د کوچني اختر نمانځنه په وردګو کې، دریمه برخه

لیکوال : ګل آغا احمدي وردګ

د وردګو د کوچني اختر د رواجونو د بیانولو  په دې برخه کې د اختر مبارکۍ په موخه کورونو ته د مشرانو ورتګ، د اختر د لومړۍ غرمې د ډوډۍ نظام، اختریزې مېلې او جشنونه او د اختریزو مراسمو پای شامل دی. مخکې له دې چې د دې برخې محتویات په تفصیلي بڼه وړاندې شي د دې خبرې یادونه ضروري ده چې د افغانستان د اختریزو عنعناتو او په ځانګړې توګه د وردګو د اختریزو دودونو په برخه کې لیکلي مواد په نشت حساب دي. له همدې کبله د دې لړۍ  د لیکنې زیاته برخه د هغو مشاهدو په اساس برابره شوې ده چې لیکوال لیدلي او یا یې د سیمې له خلکو څخه اورېدلي دي.

کورونو ته د مشرانو تګ

کله چې د وردګو په کلیو کې د کوچني اختر د سهار چای نوش جان شي او مشترکه اختر مبارکي ترسره شي له هغه څخه وروسته خلک د خپل کلي د نږدې خپلوانو کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره ورځي. د خپلوانو هر کور ته چې مشران و رسېږي  نو د کور په دروازه کې غاړه تازه کړي او په لوړ آواز وايي: «اهه، اهه ورېندارې! په کور کې څوک شته که نه؟» دا غږ د دې لپاره کوي چې د کور ښځینه ستر وکړي او خبرې شي چې مېلمانه ورکره راغلل. که نارینه په کور کې نه وي نو د کور یوه مشره ښځینه د مېلمنو ښه راغلاست ته را وزي او وایي: «راځئ راځئ بېغمه راځئ، خپل کور مو دی، هر کله راشی، هو موږ شته یو، عید دې مبارک شه، پلانۍ ښه وه، خدای دې اېمان روزي کړه، خدای دې ښه درسره وکا، عبادت مو قبول شه.» کله چې مشران د خپلوانو کورونو ته د ننه شي نو  هلته د کور د ټولو نارینه او ښځینه غړو سره د اختر مبارکي کوي، د څو شېبو لپاره په هر کور کې کښېني، که یې د ناستي وخت زیات شي نو یوه پياله چای هم چښي او د کور د غړو له خوا چمتو شوي خواږه (کلچې، بوسراغې، وچه مېوه او داسې نور) ورته وړاندې کېږي. کله چې مشران د خپلوانو له کور څخه تشریف وړي نو د کور غړي د عیدۍ په پار یو څه وچه اصیله مېوه، پخې هګۍ او داسې نور ورته وړاندې کوي او مشران یې جېبونه ته اچوي. داسې هم کېږي چې دغه مېوه مشرانو ته په ځانګړو دسمالونو کې ډالۍ شي. په کوم کور کې چې د ورغلي مشر کوزده شوې نګور وي او تر دې مهاله واده شوې نه وي، هغې ته یو مقدار نغدې پیسې، ساعت، ګوتمۍ، لښتۍ، امېل، غاړکۍ یا بل څه د ډالۍ په توګه ورکوي. د کلي د خپلوانو کورونو ته د مشرانو ورتګ دوه یا درې ساعتونه وخت نیسي او هغه مهال خاتمه مومي چې د کوچني اختر د لومړۍ ورځې د غرمې د ډوډۍ وخت را و رسېږي. بیا نو مشران له ځوانانو او ماشومانو څخه د مخه جومات، سپاچې یا هغه عمومي محل ته تشریف وړي چې هلته باید د کلي ټول خلک د غرمې د ډوډۍ لپاره را غونډ شي.

د کلیوالو را ټولېدل

په وردګو کې د کوچني اختر په ورځ د اختریزې غرمنۍ لپاره د خلکو را غونډېدل د جومات د ننه، د جومات څخه بهر په هوار ځای، د مجلسونو په سپاچو، پېتاوونو، د ونو د لاندې په سیوره یا داسې عمومي محلاتو کې صورت مومي چې هلته په مختلفو مناسبتونو د کلي نارینه مشران، ځوانان، پېلستي او هلکان را غونډېږي. ټاکلي ځای ته مخکې له مخکې مشران راځي او په ځوانانو غږ کوي چې اختریزې غرمنۍ ته د تګ لپاره چمتو شي. په ځینو کلیو کې په همدې وخت کې د خلکو د راغونډولو په موخه ډهول وهل کېږي او کله کله خو له ډوډۍ څخه د مخه همدې ډوهل ته یوه دمه مست اتڼ هم د ځوانانو له خوا اجراکېږي. کله چې خلک را غونډ شي بیا نو هغو کورونو ته په مساویانه ډول وېشل کېږي چې غرمنۍ یې تیاره کړې وي. ځینې کلي داسې هم دي چې هر سړی اختیار لري چې د ډوډۍ لپاره د چا کره ځي لاړ دې شي خو په دې صورت کې بې وزله کورونو ته چندان څوک نه ورځي، چې دا کار په کلي کې د بې وزلو د خپګان سبب کېږي او پاخه کړي خواړه یې پاتې کېږي. که فرضا په دې صورت کې د کوم بېوزله شخص کور ته هېڅوک ور نه شي بیا نو څو تنه مشران یو ځای کېږي، هغه کور ته ورځي او غزمنۍ ورسره تېروي چې نور کلیوال د غرمنۍ خوړلو لپاره نه وي ورغلي. په ځینو کلیو کې به کله چې خلک د ډوډۍ لپاره را غونډ شول نو ماشومانو به څو ځله لوړ آواز داسې چیغه وکړه: «عید مو مبارک شه، روژه مو قبوله شه.» دا چیغه به یې په ډېر لوړ آواز کوله. همدارنګه د هغو کورونو خاوندان چې غرمنۍ یې تیاره کړې وي، رامخته شي او کلیوالو ته وایي: «راځئ، دېخواته راځئ، په ما پسې راځئ.»

اختریزه غرمنۍ

د وردګو په کوچني اختر کې د غرمې د ډوډۍ لپاره په کلي کې موجود کورونه د اختر د اعلان څخه سمدلاسه د کلیوالو د ځانګړې اختریزې کمېټې په وسیله په درې یا څلورو څاښتونو وېشل کېږي چې باید د کلي خلکو ته د اختر ډوډۍ پخه کړي. په دې مانا چې د کلي ټول موجود کورونه په څو ګروپونو وېشل کېږي او په نوبت د کوچني اختر مېلمستیا تیاروي او هېڅ کور له دې بهیر څخه نه پاتې کېږي. ځینې وخت د اختریزې ډوډۍ د څاښتونو لپاره د خلکو تر منځ ستونزې هم را ولاړېږي او هغه خلک چې حوصله او صبر یې کم وي هڅه کوي چې په وړو وړو بهانو د اختریزې ډوډۍ سیستم خراب کړي. په همدې وخت کې مثبت، روڼ اندي او مصلح ځوانان رامخته کېږي او داسې وایي: «موږ باید پخپل منځ کې وړې ستونزې حل کړو او دغه سیستم فعال وساتو چې سلګونه کلونه یې زموږ نیکونه او مشران عملي کوي.»  د کوچني اختر د ډوډۍ خوړلو سیستم په څو ډوله دی چې لنډه کتنه ورته کېږي:

لومړی: ځینې کلي داسې دود لري چې په کلي کې موجود نارینه اشخاص په هغو کورونو تقسیم کړي چې د اختر ډوډۍ یې پخه کړې وي. کوربه د خپل سهم له مخې ورغلو مېلمنو ته ډوډۍ ورکوي او د غرمې د ډوډۍ مراسم په همدې ځای کې پای مومي.

دویم: ځینې کلي داسې دي چې په کلي کې موجود نارینه د هغو کورونو هر یوه ته ورځي او لږ لږ ډوډۍ یې له دسترخوان څخه خوري چې خواړه یې پاخه کړي او د ډوډۍ کولو نوبت یې دی. په دې مانا چې په کلي کې زیاتره نارینه کسان باید په نوبت سره هر هغو ټولو کورونو ته ورشي  او یوه اندازه ډوډۍ یې و خوري چې اختریزه غرمنۍ یې برابره کړې وي. په دې ډول سیستم کې کوربانه مجبورېږي چې هرې پېنډې ته ځانته تازه پاخه کړي خواړه له دېګونو څخه را واخلي، زیات پرې سرګردانه شي او یو مقدار پاخه شوي خواړه یې هسې ضایع شي. کله چې په دې سیستم کې د نارینه وو نوبت تېر شي نو بیا د کلي ښځینه د ډوډۍ خوړلو لپاره په هغو کورونو ګرځي چې د ډوډۍ نوبت یې وي.

دریم: ځینې کلي داسې دي چې یوازې د همدې یوې غرمې مشترکه ډوډۍ لري، په دې مانا چې د کلي خلک جومات، سپاچې یا د ټولېدو محل ته په ټولیز ډول ډوډۍ وړي او د ټول کلي نارینه یې یو ځای نوش جان کوي. په دې سیستم کې د ښځینه وو د غونډ‌ېدو لپاره اصلا ځای نشته او هغوی په خپلو خپلو کورونو کې اختریز خواړه نوش جان کوي.

څلورم: ځینې کلي داسې دي چې درې یا څلور څاښته ډوډۍ لري خو نیمايي کورونه د نارینه وو او نیمايي کورونه د ښځینه وو لپاره ځانګړي کېږي او د کلي نارینه او ښځینه ټول د اختر د ډوډۍ په مېله کې په بېل بېل ډول ګډون کوي. هغه کورونه چې د ښځینه وو لپاره مشخص شوي وي، نارینه نه ورځي او یوازې د کلي ښځینه د غرمې ډوډۍ پکې نوش جان کوي.

پنځم: ځینې کلي داسې دي چې کله په کورونو کې نارینه ډوډۍ وخوري او د نارینه وو د ډوډۍ مرحله پای ته و رسېږي نو د ښځینه وو د ډوډۍ نوبت را رسېږي او غالبا په دې ډول اختریزه غرمنۍ کې هغه ښځینه ګډون کوي چې د کوربانه خپلوانې وي او د عام کلي څخه یوازې یوه یوه مشره مېرمن ګډون کوي.

شپږم: د وردګو په ځینو کلیو کې داسې دود دی چې کورنۍ په ټولیزه توګه اختریزه غرمنۍ نه لري خو هر کور لوی مقدار ډوډۍ پخوي او پخه شوې ډوډۍ هغو مېلمنو ته وړاندې کوي چې د دوی کور ته ورځي. په دې سیستم کې ډوډۍ ورکول له غرمې سره سم پيل کېږي او آن تر مازدیګر پورې دوام کوي. که فرضا یو مېلمه ماسپښین یا مازدیګر مهال دغه ډول کورونو ته ورشي او د ډوډۍ خوړلو څخه انکار وکړي نو د کور خاوند ورته وایي: «خیر دی، ډوډۍ وخوری، په اختر کې څو ځله ډوډۍ خوړل کېږي.»

اووم: ځینې داسې کلي هم شته چې اصلا د اختر ټولیزه ډوډۍ نه لري. په دې ډول کلیو کې هر کور د خپل وس سره سم د کور د غرمې غړو لپاره ډوډۍ تیاروي او د ځانګړې اختریزې غرمنۍ په دسترخوان سره را ټولېږي. کېدای شي چې ډېر نږدې خپلوان هم اختریزې غرمنۍ ته مېلمانه کړي.

 

مېلې او سات تېرۍ

کله چې د وردګو په کلیوالي سیمو کې د کوچني اختر غرمنۍ وخوړل شي بیا نو د مستو اختریزو مېلو سلسله پيل کېږي چې په دې مېلو کې نارینه لوبې دا دي: «چارمغز ګټل، هګۍ جنګول، توپ بازي،ډنډه او کاکی، ټال یا زانګو اچول، نښه ویشتل، سپښتیې، توپ ډنډه، توشله بازي، تیږه اچول، غېږې نیول، غرونو ته چکر وهل، د سیمه ییزو بازارونو جوړول، نیزې وهل، آسان ځغلول، ډول وهل، اتڼ کول، د مجاهدینو په وخت کې جهادي مرکزونو ته ورتلل او داسې نور شامل دي.» د ښځینه مېلو په ترکیب کې دغه مېلې شاملې دي: «ټال اچول، ګاټي کول، دریاوې وهل، سندرې ویل، اتڼ کول، فالونه اچول او داسې نور» د وردګو په څلورګونو ولسوالیو (جغتو، سیدآباد، دایمرداد او چک) کې له ۱۳۵۷ هجري لمریز کال څخه د مخه مختلف ډوله اختریزې مېلې دود وې، خپل خپل ځایونه یې درلودل او په هغه کې به د هرې ولسوالۍ د مختلفو کلیو خلکو ګډون کاوه. ځینې دغه ډول مېلې به یوازې د یوې ورځې لپاره وې خو په ځینو سیمو کې به اختریزې مېلې د دریو ورځو لپاره جوړېدې. د دې مېلو د څار لپاره به په غیر رسمي توګه د مشرانو یوه کمېټه جوړېده چې د مېلې ټولې چارې به یې څارلې او هڅه به یې کوله چې خدای مه کړه په مېله کې جنګ جګړه یا کومه بله ناوړه پېښه رامنځته نه شي. د مېلې ګډونوالو به د مشرانو زیات احترام کاوه او د دوی هر ډول تصمیم به ورته د منلو وړ وو. همدارنګه د دې مېلو په یوه برخه کې ملایانو او علماوو به دیني تبلیغ کاوه او خلکو به غوږ ورته نیولی وو.

 

 نورې برخې

په وردګو کې به د کوچني اختر د ورځو نورې برخې دا وې چې د اختر په دریو ورځو کلیوال وګړي لرې او نږدې کلیو ته د خپلوانو، خېښانو او دوستانو د لیدلو او عید مبارکۍ لپاره ورتلل، د خپلو دوستانو څخه د راغلیو مېلمنو استقبال به یې کاوه او د هغوی سره به یې اختر مبارکي کوله. همدارنګه په وردګو کې به واده شوې خورلڼې د خپلې پلرګنۍ کره د اختر مبارکۍ په موخه راتلې، په کورونو کې به یې د اختریزې مېلې په دود ګڼه ګوڼه جوړوله او  په جوړو شوو مېلو کې به یې برخه اخیسته. د اختر ورځې به د خورلڼو لپاره د دمې، استراحت او خوښۍ ورځې وې ځکه چې هغوی به د خسرخېلو په کورونو کې زیاتې ستړې او سرګردانه وې او دمې ته به یې اړتیا درلوده. همدارنګه هغه زومان چې د شېریني خورۍ پر مهال به یې ناسته کړې وه، خسرخېلو ته به یې له واده څخه مخکې د تګ اجازه درلوده، له خپلې کوژدنې سره به یې کتلی شول او پښه به یې خلاصه وه، نو په ډېره مینه او ځانګړې علاقه به یې د خسرخېلو کره تشریف وړو او له خپلې کوژدنې، خواښيې، ښمینو، آښي ګانو، خسر او د خسرخېلو د کورنۍ له نورو غړو سره به یې کتل. ورغلی زوم به ډېر مامره ناست وو، خواږه اختریز مجلسونه به یې کول او په خسرخېلو کې به یې دوې یا درې شپې تېرولې.

د پاملرنې وړ ټکی

د ګڼو هڅو سره سره دا حقیقت باید څرګند شي چې په دې لیکنه کې د وردګو د کوچني اختر بشپړ مراسم نه دي راغلي او زموږ په ټولنه کې به په دې اړوند هرو مرو نور مسائل هم وي چې باید د ټولو په همکارۍ لیکلې بڼه غوره کړي او و څېړل شي. خو یوه خبره ده چې د موضوع په اړوند د معلوماتو د شریکولو په برخه کې د همکارۍ درجه تقریبا له صفر سره ضرب ده.

د دې لړۍ وروستۍ برخه به ژر خپره شي او په راتلونکې برخه کې د کابل مېشتو وردګو په کوچني اختر خبرې کېږي. له موږ سره اوسئ…