ثور 06, 1402 08:11 Asia/Kabul
  • د « بازګشت» په نوم  فلم نندارې ته وړاندې شو

د « بازګشت» په نامه افغاني فلم چې د چاردهي د فلم جوړولو موسسې له خوا جوړشوى دى؛ نن دمطبوعاتو په نړيوال تالارکې نندارې ته وړاندې شو. دبازګشت فلم ليکوال او کارګردان هارون انتظار دباختر آژانس خبريال ته وويل: دبازګشت فلم دچاردهي دفلم جوړولو موسسې لومړنى توليد دى چې په يوکال کې په کابل ښارکې جوړشوى او څه ناڅه اتلس زره امريکايي ډالره پرې لګيدلې دي . د ده دڅرگندونوله مخې: دا ټولنيز هنري فلم دى چې انسانانو بيوزلۍ اوتنګسايې انځورکړې ده.