د "افغانستان سکېټ بورد نجونې" فلم د اسکار جایزه ترلاسه کړه
ثور 06, 1402 08:06 Asia/Kabul
د افغانستان په جګړه ځپلې سیمه کې د نجونو د سکېټ زده کړې په تړاو فلم "افغانستان سکېټ بورد نجونې" د اسکار جایزه وګټله.
دغه فلم د لند مستند غوره فلم په برخه کې دغه جایزه خپله کړې ده.
دغه فلم د امریکايي فلم جوړوونکې، کارل داسینګر لخوا جوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه اوونۍ مخکې یاد فلم د بفتا په نامه د برېټانیا فلم اکاډمۍ جایزه واخیسته.
یادې اکاډمۍ (د سلواغې په ۱۳مه نېټه) د جایزو ګټونکي اعلان کړل.
د"افغانستان سکېټ بورد نجونې" فلم د افغانستان په یوه جنګي حوزه کې د نجونو د سکیټ د زده کولو بهیر ښکاره کوي.