ثور 04, 1402 16:09 Asia/Kabul
  •  ۱۱۳ کلن کتابتون وسوځېد

په لوګیو تور دېوالونه، سوې خونې او ایرې: دا ټول د هند ۱۱۳ کلنې مدرسې په هغه کتابتون کې وو چې د پخوانیو خطي نسخو او په خطاطي لیکل شویو ښکلو اسلامي نصوصو په ګډون تر ۴۵۰۰ ډېر کتابونه پکې ځای پر ځای شوي وو.‌

دغه کتابتون د "عزیزیه" مدرسې یوه برخه و- عزیزیه د هند ختیځ بیهار ایالت په بیهار ښار کې یوه مشهوره مدرسه وه چې د مارچ پر ۳۱مه د یوه لوی اړ و دوړ په پایله کې وسوځېده.

دا پېښه د هندو (رام ناواني) په نامه مېلې پرمهال وشوه.‌ سیمه ییزو خلکو بي بي سي ته وویل، بلواګرو له ځان سره لرګي، ډبرې او سوځوونکي لاس بمونه هم راوړي وو او پر مدرسه تر یرغل مخکې یې پاروونکي شعارونه ورکول.

دا یوه له هغو ګڼو پېښو یوه ده چې په هماغه ورځ په دې ښار کې وشوې- او ګڼ خلک پکې ټپیان شول او پر ځینو ګاډو او هټیو بریدونه وشول.

عیني شاهدانو وویل، سلګونه بلواګرو د مدرسې ټالۍ (قلفونه) او لویه دروازه ماته او ټوټې ټوټې کړه.

ځینې پیټرولي بمونه د مدرسې ټولګیو او کتابتون ته ورغورځول شول او اور ورته شو.

د مدرسې یوه پخوونکي‌ (اشپز) عبد الغفار وویل:‌ "ناڅاپه مې د لوګي بوکی تر پوزو شو. کله مې چې ور پرانیست، دفتر ته نژدې د بلواګرو جوپې مې ولیدې. دوی د لیلیې په لوري هم وخوځېدل. زه وترهېدم او تر کټ لاندې پټ شوم".

بل شوي اور کتابتون او ټوله منځپانګه یې- چې ۲۵۰ په لاس لیکل شوې خطي نسخې او تاریخي وثیقې او انتیک فرنیچر پکې وو- وسېځله.

تر ډېره له دې کتابتون د مدرسې طالب العلمانو ګټه اخیسته. دلته شاوخوا ۵۰۰ زدکوونکي زدکړې کوي او ۱۰۰ یې په لیلیه کې اوسېږي. خو په رمضان کې د سبقونو د ځنډېدو له کبله دوی په ودانۍ کې نه وو.