حمل 28, 1402 11:04 Asia/Kabul
  • د ټولنې په اصلاح کې د ادیب ونډه

ادیب هغه څوک دی چې د ادب په چوکاټ کې د الفاظو مرغلرې پېيي او د ټولنې د مسیر په بدلوو کې هم رغنده رول درلودلی شي.

سریزه :که د الفاظو له قیده خلاص او په ساده ژبه ووایم چې، د ټولنې په اصلاح کې د ادیب ونډه ترلوستواویا نا لوستو خلکو زیاته ده،  ادیب هغه څوک دې چې د ادیب خبرې د زړه په غوږونو اوريدل کیږي اومخاطیبن یې د عامو خلکو د خبرو او ویناو په پرتله د ادیب وینا اوخبرو ته زیات متوجه وي، دا ځکه چې ادیب داسې زړه راښکونکې کلیمات اوالفاظ لري که چيرې په خپلو ویناوو کې استعمال کړي او دغه وینا ترډیره وخته دوام وکړي نو مخاطبین به ورسره د (ستړیا) یا خسته کیدو احساس ونه کړي. ځکه چې افلاطون وایي شاعران چې شعر وایې دا د دوې وینا نه وی، رښتیا هم چې لمر، سپوږمۍ، ستوري، ګل او بلبل، غم، خوښي، او په لسګونه نور شاعرانه الفاظ هرڅوک پیژني، خو شاعر یې په شعري سکڼښت کې د ښکلا او تخیل په غمیو وپسولي نو په زړونو بیا داسې جادو وکړي چې ساری یې بیا په بل فن کې نشي موندل کیدای او چې کله ټولنه د هغه معنوي درنښت ومني نو د داسې کلام اوریدل ترې هم خلک بیا بی مناسبه نه ګڼی لکه:

که امـســا یې د مــوسی بولي وګړي       ښایې نـــــن ساعت حمــــــیده ستا قلم

لکه چې لوی خدای ج د هرفن لپاره جلاجلا وګړي پیدا کوي نو ځینې وختونه پر خپلوبنده ګانو دا لوروینه هم کوي چې یو انسان ته دومره ګڼ صلاحیتونه ورکړي چې نوروته ګوته پر غاښ پاتې شي . مونږه له پخوا راهیسې دا اورو او لولو چې ښایست په ساده ګۍ کې دی خوداسې ساده ګي چې پر زړه دې د سوز یا خوند نوکارې ولګوي د هرچا له وسه پوره نه وي او د ادیب په وینا کې دا رنګیني ځکه څپې وهي خو چې په رښتینې ادیب وي لکه په لاندې بیتونه چې څومره سوز او کیف لري:

وچې شونډې پولۍ زړه ځپلی ګرځـــــــم         یاره ماته ستا د حـــــــــــسن د احسان څهد ازاد پرواز خاوند وم ای سعیده تا لیدلم      نازولې پښتنه وه چې یې زلفو کې اسیرکړم

منځپانګه:

دا چې مخاطبین د ادیب خبرې د زړه په غوږونو اورې داځکه چې ادیب دا توانایې لري چې اشنا کلمې نا اشنا کړي او نا اشنا کلمې اشنا کړي د کلمو دغه جوړښت ځانته ځانګړی جوړښت اومهارت غواړي، زمونږ په اوسني ادبیاتو کې دا ډول شاعري اوادبي نثرلیکنه دګوتو په شمار ده، خو تر کومه چې زه دقلم خاوندانو سره اړیکه لرم دا ډول شاعري ادبې نثري لیکنه به ډيرزر دود شي او د ټولوپام به خامخا دې ځانګړنوته را واړوي.

ادبي نثراو  شعر که په هره دوره کې چې وي دعصراوزمان سره سم د ټولنې نا خوالې، درد، عنعنه، کلتور، او فرهنګ منعکسوي او د جوړښت  او د شعري ځانګرنې په واسطه چې کیدای شي هغه وزن او قافیه، تصوی، خیال، فکر، عاطفه ،ښکلا، حسن او جمال، تصویرونه، انځورونه، شعري کلمات او الفاظ، خواږه ترکیبونه، تشبیهات او استعارات، موسیقیت او داسې نوردي.

په خوندورو اوهنري کلماتو کې په نوي خوند او رنګ سره په غیر مستقیم ډول ټولنې ته مثبت پیغام ورکول دي. لکه پدې ټپه کې:

ورورمې ټوپک زه یی  ګولۍ یم           که په تورو غرومې خیژوي ورسره ځمه

معلومه ده دا به ښځې  ویلې وي خو ذهنیت پکې د نارینه دی اوښځه د یو منفعل عنصر په توګه له دې زاویې نه مجبوره ده. او وایې چې ادیب نه یواځې د قلم د لارې د ټولنې اصلاح کولای شي اوبس بلکه د تورې پر مټ هم کولای شي لکه خوشحال خټک چې وایې:

د افغان په ننګ مې وتړله توره            زه ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

که ادب د یو ښکلي هنر په بڼه راڅرګند شي اویا ادیبان د یوې وسیلې په توګه، د لته ډیر مهم بحث په بشر کې د ښکلا د حس څیړنه ده، هغه اصول ډول ډول موخې دي نو ادبي ښکلا پوهنې علم د احساس د انتقال لومړې نظریه څیړي او پري عمل کوي ادیب دا کوښښ کوي چې د ټولنې احساسات په خپلو الفاظو کې داسې بیان کړي چې د ټولنې وګړي خپل مسؤلیت ته متوجه کړي اوتر څو وګړي خپل مسؤلیت وپیژني، اوادیب پخپله وینا کې د داسې الفاظو استعمال توانایې هم لري چې اوریدونکو او لوستونکو ته واقعي شې مجسم کړي د ادیب شعر اونثري لیکنه تل اوریدونکي دیته مجبوروي چې کټ مټ عین شې وګوري او د عادي او مجرد مفهوم له لیدو څخه را خلاص شي، شعر تل تازه ترکیبونه او نوي استعارې لټوي او زاړه ترکیبونه هغه واقعي شې ټولنې ته نه شي را ژوندي کولای، نو له دې ځایه ویلي شو چې ادیب د ټولنې د هیلوترجمان دي.

دا غربي ساز مې د زړه درد تســــــکینولی نشي        د زړه تســــــــکین ته د پیر د رباب ټنګ راګورئ

دا د شعر کومه په تعصب ولاړه خبره نده، چې له مذهبي افراطه راولاړه شوي وي بلکې دا د یوه داسې افغان د زړه غږ دې چې، د لویدیځې ټولنې په زړه (لندن او اکسفورډ پوهنتون) کې یې خپل لوړ تحصیلات ترسره کړي وو، هغه لویدیځه ټولنه له نږدې مطالعه کړي، له شیستانونو، کلوپونو، او عیاشیو نه خبر او همدغې مشاهدې ترې سراسربغاوت چغه جوړه کړه، هغه په داسې حال کې چې د ختیځ ښکیلاک پرضد د خپل ایماندار اولس تکبیرونه بدرګه کوي او د لویدیځ  اسایشه ډک  ژوند ورته پریږدي، خوبیا هم د لویدیځ پرمسموم شوي تهذ یب بلوسي، او د شرقي شیطان د مریۍ  تاوولو پر وخت ترې غربي ابلیس هیرندی، او همدغو حساسو شیبو کې یې له شعرنه توره جوړه کړي وه، په دوه لاسه یي چلوي، او خپل مجاهد ولس د خپل جد وجهد نه د خپلومشاهداتو اوژوندیو تجربو په رڼا کې خبروي. نو اوس دافغانستان غوندې د یوې ټولنې د شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو د مسموم کیدلو خوځښت په جوش ښکاري او دا زمونږ فرهنګي کمزوري ده، چې ولې مو ادیبان د پژواک، حمزه، الفت او بیا د سعید په شان هستیو  تګ لاره نه بدرګه کوي مجاهدین په تاریخ کې واحدي انقلابي نسل وو چې منحرف کړی شول، کنه انقلابونه پخپلو علمبردارانو تر ډیره کلک وي، د روس کمونیستي کودتا هم تر اویا کالو په هغو خلکو ټینګه وه چې له بریدګي نه تر جنرالۍ ورسول شول. مونږ باید د یو مسلمان قوم په حیث فرهنګي ربړونوته کم ونه ګورو، څوک به دا اعتراض وکړي چې جهادي ادب د فن په حیث قابل تقلید نه دی.

د جرمنی مشهور لیکوال او شاعر  ګویټه وایی چې ادیب د روح طبیب دي چې څه یې خوښه وي پرې کولای شي، او وایې لکه څنګه چې د انسان د روغتیا لپاره یو ښه ‌ډاکټرته ضرورت دي نو همداشان د انسان د روح  لپاره یوښه ادیب ته ضرورت دی، او ادیب کولای شي د روح په جوړولو کې مرکزي رول ولوبوي.

د آلماني ژبي یو بل مشهور ادب پوه فریدریش شیلیر روح ته دا رنګه تعریف کوي (روح د عقل مجموعه ده چې په تن باندی حکومت کوي او یوادیب کولای شي روح چې د عقل مجموعه ده په تربیه سمبال کړي).

د دې ښه مثال دا دې چې کله کله موږ د یو قد یمي دوست په باره کې فکر کوو او د ده نوم مو هم زده وي اوځینې خاطری راسره وي خو رنګ یې را څخه هیروي. کله چې شاعر وایې (بیړۍ د سیند سره غیږې نیولي) مطلب یې په ساده ډول سره دا دی چې بیړۍ په طوفانې سیند کې روانه وه  نو ولې یې همداسي ساده نه ویل چې بیړۍ په تکلیفونو روانه وه معنا خو یې یوه وه دلته د شاعر هدف په لوستونکو کې د هغه خپل خیال راژوندی کول دی چې د بیړۍ او سیند له ترکیب څخه لاسته راځي بیړۍ  زیار باسي چې سیند لاندې کړي اوسیند غواړي چې بیړۍ ډوبه کړي، د بیړۍ سینه په سیند پرته ده او هغه نه پریږدي چې پاس راشي او د سیند موجونه لکه د پهلوان لاسونه اوپښې له بیړۍ چاپیروي دا بصري معنا چې په (سترګو لیدل کیږي) یوازي د نوو استعاروو او تشبیهاتو له لارې موجود یدلای شي، د شعر خیال تش ژبنۍ جمبه نه لري ګویا ژبه ورباندې سینګار شي بلکه دا خیال د ژبۍ عصاره او شیره ده چې په ټولنه کې مړه احساسات را ژوندي کولای شي، اوټولنه د اصلاح طرف ته یوسي.

پایله :

که ادیبان ادب ته په ځانګړې ډول پام وکړي نو د ټولنې په اصلاح کې زیات موثر تمامیدای شي د وګړو او ادب ترمنځ اړیکې او د اجتماعي اړیکو لید لوري هم ادیب پخپلو مفکورو کې ولس ته په یوه نوي انداز کې وړاندې کولای شي. چې ترممکن حده پورې ادب بشري اړتیا وې پوره کړای شي، ادیب داسې لاروي ته ورته دی چې تاسې پلې بیايي اوکولای شي چې تاسې مقصد ته ورسوي اوبس، یعنې د واقعي ژوند جګی او ټیتې اوستړیا نه درته ښایې.

نو بلاخره دې نتیجې ته رسیږو چې واقعاٌ ادیب د ټولنې درد، غم او خوشحالی احساس په مستقیم اوغیر مستقیم ډول کولای شي څرګند کړي، ادیب هغه څوک دی چې زیات امید اوطمعه ترې کیدای شي او د ټولنې په اصلاح کې مرکزي رول ولوبوي او پراخه ونډه واخلي ځکه چې ادیب زمونږ او ستاسې د روحیوتربیه کونکې دی کله چې زمونږ اوستاسې روحیې له مثبتو انرژیو څخه برخمنې کړي نو لری نده چې ټولنه به مو د پرمختګ په ګاڼه سمبال شي.

لیکنه: سیداکرام نایل

تگ