پښتو دویمې (کلاسیکې) دورې په شعر کې د هیومانیزم څېړنه
هیومانیزم (Humanism) د دوکتورا علمي ډیزرټېشن د ښاغلي هاشمي علمي څېړنه (Research) دی چې د یوه تنظیم شوي علمي مېتود (scientific method) پر بنسټ ترتیب او په (۱۱) برخو کې په تحلیلي توګه تشـریح او څېړل شوی دی، مقدمه یې مخکنۍ ده چې د لیکنې موخې، پوښتنې، څېړنې مېتود ته په کې اشاره شوې ده.
عبدالخالق رشید
(Classical Poetry) Humanism in Pashto
د سید اصغر هاشمي ډاکترۍ ته کاندید ډیزرټېشن باندې تقریظ
لومړی. د موضوع نوښت (Innovation)
هیومانیزم (Humanism) د دوکتورا علمي ډیزرټېشن د ښاغلي هاشمي علمي څېړنه (Research) دی چې د یوه تنظیم شوي علمي مېتود (scientific method) پر بنسټ ترتیب او په (۱۱) برخو کې په تحلیلي توګه تشـریح او څېړل شوی دی، مقدمه یې مخکنۍ ده چې د لیکنې موخې، پوښتنې، څېړنې مېتود ته په کې اشاره شوې ده.
په لومړۍ برخه کې څېړونکي (په ادبیانو کې د هیومانیزم پیژندنه) چې په هغې کې تر لسو زیات واړه سرلیکونه د هیومانیزم په باره کې چې په بېلابېلو مذهبونو او معنویتونو کې څېړل شوي راغلي دي چې ټول یې په یو علمي تنظیم شوي لړ کې سره اوډلي او د معتبرو علمي اړوندو اخځونو په پام کې نیولو سره تشریح شوي دي،
په دویمه برخه کې (په ادبیاتو کې د هیومانیزم یادونه) څېړل شوې ده، په دغه لړۍ کې څېړنه له لرغونې یونان او یوناني ژبې او ادبیاتو را پیل د نورو ژبو لکه رومي، هندي، روسي، انګریزي، فرانسوي، عربي، پارسي ـ دري او په پای کې تر پښتو ژبې پورې په دقیقه توګه پر مخ تللې ده،
په درېیمه برخه کې د هیومانیز دوه اړخیزو اړیکو ته چې له ټولنې او ټولنیزو علومو سره یې لري علمي کتنه شوې ده،
په څلورمه برخه کې شعر پېژندنه ده چې د شعر او شاعر پر ټولنیزو اړیکو باندې خبرې کوي،
په پنځمه برخه کې په روښاني دوره کې هیومانیزم ته تحلیلي کتنه شوې ده،
په شپږمه برخه کې خوشحال خان په ادبي لړ کې هیومانیزم ته چې په ډیرو برخو کې د هیومانیزم اوسني مفاهیم د یوه ابتکار په توګه په موثقه توګه څېړلي او تشریح کړي دي،
په اوومه برخه کې رحمان بابا په ختځ هیومانیزم کې د هغه د ځانګړتیاوو په ترڅ کې څیړلی دی،
اتمه برخه یې هوتکي دورې ته وقف کړې،
نهمه برخه یې هندي سبک والو شاعرانو په تیره بیا حمید ته ونډه ورکړې ده،
لسمه برخه یې احمد شاهي دور شاعرانو او وروسته بیا،
یولسمه برخه یې په حماسه ډوله لیکنو کې هیومانیزم ته وقف شوې ده چې په ټوله کې دا هره برخه د معتبرو اخځونو او علمي تحلیلونو له امله د پاملرنې وړ ده چې د دغه علمي ډیزرټېشن شمزۍ پرې ولاړه ده.
د پورته یادو برخو په ترڅ کې لوستونکي او ارزونکي ته تر هر څه د مخه دغه علمي ټکي ځان ورته ځلوي چې څېړونکي ښاغلي هاشمي د خپل علمي ریسـرچ لپاره پر یوه نوې، نا سپړلې او تر اوسه د یوه علمي تحلیل او مېتودلوژۍ په رڼا کې نا څېړل شوې موضوع څېړنې ته مټې را نغښتي او هغه یې په پښتو کلاسیک ادب کې د یوې علمي اړتیا او ادبي نوښت په توګه بشپړه کړې ده.
دویم. د ډیزرټېشن علمي ارزښت ( Scientific Importance )
پښتو ادب څېړنه او ادبي مطالعات د هرې ورځې په تېرېدو او د نویو عصـري شونتیاوو (امکاناتو) د ودې په را منځ ته کېدو سره پر نویو تګلورو او ابعادو ور مخه کوي، دا خبره په علمي توګه دوه اړخه لري، یو دا چې علمي څېړنې له ذهني بندیزونو ځان د عیني قضاوتونو ډګر ته ور باسي، په دې مانا چې د ادبي پدېدو په وړاندې له علمي مېتود، منطقي او مستند تحلیل څخه کار اخیستل کیږي چې په دغه برخه کې له ډېرې مودې څخه موږ پاتې راغلي یو، د علمي څېړنو د ساحې کار پوهان د علمي وړتیاوو او اړتیاوو په څنګ کې له نویو کشفي تحلیلونو څخه په پراخ نظري سره د ننګې او څارنې دومداره بهیر څاري چې په ترڅ کې یې ایجادیات او کشفیات د ټولنیز ژوند په عملي بسیاینه کې علمي وړتیا مومي. همدا ده چې د ادب او ادبي څېړنو په برخه کې هم څېړونکي یوازې د زیرمه کولو او ایجاد پر پوله باندې ځان نه دروي، بلکې د دغه ادب پر پیژندنه، تحلیل او حقانیت باندې نور هم باوري کوي او ټاکلي تیوریکي نظر ته عملي او علمي لاسوندونه لټوي. په پښتو کلاسیک ادب کې د هیومانیزم په پراخ مفهوم پسې څېړنیز معرفتي څراغ لګول په خپل ذات کې څه اسانه خبره نه ده، هیومانیزم او د هغه څېړنه له ادمه تر دې دمه په انساني ژوند کې داسې پېچلی مفهوم دی چې تر اوسه هم په دغه برخه کې نه یوازې یو علم بلکې په لسګونو علوم د وروستۍ پایلې په پوله نه دي دریدلي، ځکه خو هیومانیزم د غربي او شرقي توضیحاتو او تحلیلونو له لیده کله له یوه بل سره په لږ توپیر او کله کله بیا په بشپړه توګه پر منطقي بنسټ له یوه بل سره د څرګند تضاد پر پیچومي باندې دریږي، چې کېدای شي د دغه رمز جرړه د ټولنیز ژوند په توپیر کې ولټوو، لکه چې ښاغلي هاشمي دا کار کړی او دغه پېچلی مفهوم (هیومانیزم) ته په خپل دغه څیړنیز تلاش سره شرقي ماحول او تفکر له لارې ور ننوتی او هلته د ده د علمي تحلیل د خپل ارزښت له مخې پر دغه چې:
“Science, reason, and intellectualism advanced, and the mind replaced God as the means with which to understand the world.” Humanism – Wikipedia
راچورلیدلی دی.
په هر ډول ښاغلي هاشمي هیومانیزم د پښتنو شاعرانو چې د هغوی یو شمېر لکه روښانیان، خوشحال خان او نور چې په شرقي مفهوم د خپل وخت لوی مفکرین هم وو څېړلي او هغه یې د دغو پښتو کلاسیکانو په فلسفي او ایجادي افکارو او اثارو کې د یوه لوړ انساني ارزښت په توګه ارزولی دی چې دا په خپل وار د دغه ډیزرټېشن د ارزښت مرغلره بلل کیږي.
درېیم. د دغه ډيزرټېشن د لیکنې علمي مېتود ( Scientific Method )
یوه علمي موضوع، تر هغه وخته چې د یوه علمي مېتود په وسیله لارښوونه او ارزونه نه شي، په یوه مثبته پایله باندې کله هم پای ته نه شي رسیدای، علمي څېړنه مانا د حقیقت پېژندل او معرفت دی، دغه معرفت او وروستي حل ته د رسیدو وسیله په څېړنیز بهیر کې علمي مېتود دی چې د هغه له مخې تر هر څه د مخه ستونزه او قضیه مطرح کېږي، له هغه وروسته د اړوندو ډیټاګانو او معلوماتو ټولول، تحلیلول او په پای کې ازمویل هغه هم د یوې فرضیې پر بنسټ، بیا یې چوکات بندي را منځ ته کېږي، څو چې علمي څېړنه د یوې دقیقې مشاهدې او کتنې په ترڅ کې پر یوه مثبته او علمي پایله باندې پای ته ورسیږي.
د هاشمي ډیزرټېشن په خپل ذات کې یو علمي مېتودیک ریسـرچ دی، یوه علمي هڅه ده چې د یوه منظم علمي مېتود او تګلارې په ترڅ کې لارښوونه او غزیدلې ده، داسې چې ارزیابي یې پر یوه مثبته علمي پایله باندې پای ته رسیدلې ده او د خپل ډاکتري ډیزرټېشن د بشپړتیا پر لامل یې د بشپړ علمي مېتود، هغه چې د یوه ډاکتري څېړنیز ډیزرټېشن لپاره په علمي او اکادیمیکو موسسو کې اړین دی کارولی دی.
څلورم. د دغه تیسس اړتیا (Requirement)
لکه چې پوهیږو نن سبا د هیومانیزم د علمي، فلسفي او ادبي مفهوم او مانا او پر دغه ټاپیک باندې د بحث خبره د بېلا بېلو معقولو او منقولو علومو په برخه کې د یوه جدي او ساینټفیک اصل په توګه د بحث وړ پېچلې مسلٔه ده چې د بحث وړ اړخونه یې هیومانیزم او فرد، هیومانیزم او ټولنه، هیومانیزم او فلسفه، هیومانیزم او ارواپوهنه، هیومانیزم او اخلاق او بالاخره هیومانیزم او ادب او په لسګونو نور دا ډول علمی اړخونه او بحثونه… په دغه ډیزرټېشن کې هم خبره په هیومانیزم او ادب هغه هم پر پښتو کلاسیک ادب باندې ده، لیکوال لږ په دغه برخه کې د پښتو کلاسیک ادب له ساحې څخه خصوصیاتو پر ځای عمومیاتو ته تللی دی، خو لکه چې په هیومانیزم کې فردي او ټولنیز دواړه اړخونه د بحث وړ دي، هاشمي هم دغه ټکي ته په پښتو کلاسیک شعر او شاعرۍ کې دواړو ته علمي کتنه کړې ده، بله لویه مسلٔه په دغه ډيزرټېشن کې دا هم ده چې لیکوال پر دغه ټکي باوري دی چې هیومانیزم مذهب نه دی، بلکې مذهبونه دي چې د هیومانیزم په خدمت کې خپله وړتیا او اړتیا د انسان په وړاندې ثابتوي، سره له دې چې اقبال د مذهب لپاره درې اصله ( باور، فکر او پرمختګ) په ګوته کوي. [۱] (خلیق احمد نظامی، سلاطین دهلی کی مذهبی رجحانات، ص ۴)
خو داسې ښکاري چې په دغو درېیو اصلونو کې یوازې لومړی یې له مذهب سره تړلی دی او دوو نورو اصلونو ته بې له یوه پراخ هیومانيستي لید او تحلیله ځواب ورکول ناشونی دی. ښاغلي هاشمي په خپله دغه څېړنه کې هیومانیزم ته په همداسې یوه مانا او ارزښت باندې قایل شوی، هغه هیومانیزم د بېلا بېلو مذهبونو د پلویانو او اصولو له مخې څېړلی، ویلی او ارزولی دی چې دغه اړخ یې ډیزرټېشن ته ځانګړې علمي او څېړنیزه وړتیا په برخه کړې ده. د پوهانو په وینا، د دنیا د ټولو مذهبونو په پیروانو کې په یو ډول نه یو ډول د مطلق ذات تصور د عبادت یو نظام او یوه اخلاقي اړیکه په نښه کوي. همدغه ټکي دي چې عبادت او اخلاق سره له دې چې بېل اصلونه دي، خو د بشپړ هیومانیزم په شته والي او ایجاد کې د ویلو او څېړلو وړ برخه درلودای شي. د هاشمي څېړنه د هیومانیزم په شرقي وجود سره هغه هم په پښتو کلاسیک ادب کې خپله ځلا او وړتیا موندلې ده، دغه ټکی په خپل ذات کې دا هم موږ ته را په ګوته کوي چې، د هیومانیزم په ژورو کې یوه نښه دا ده چې هیومانستان د خپل دم او قدم له مخې د کلاسیکو ادبیاتو شاګردان او پیروان هم پاتې شوي دي. « د قران کریم له مخې د معنوي استازو او پیغمبرانو له بعثت څخه موخه او مقصد دا ویل شوی چې هغوی انسان د اخلاقي حالت له سمښت او د ژوند له اصلي مفهوم سره اشنا کوي…» (قران کریم، اعراف، ۱۹)
په هر ډول، ښاغلي هاشمي په دغه څېړنه کې د یوه نوي بحث دروازه پرانیسته چې هغه په پښتو کلاسیک ادب کې انسان دوستي، د هغې په ژور او هر اړخیز مفهوم سره څیړلې ده، روښاني کلاسیک هیومانیزم، د خوشحال کلاسیک هیومانستیک نظریات، د رحمان بابا اخلاقي او د حمید ماشوخېل ناکخیالانه هیومانیزم چې د خپلې ژورتیا له مخې د پاملرنې وړ دي، دا ټول په دغه څېړنه کې معرفي او په علمي او سیستماتیک ډول ارزول شوي دي. په پښتو کلاسیک ادب کې پر دغه ځانګړي موضوع باندې پر دومره تفصیل، پراخ نظرۍ او سیستماتیک ډول تر اوسه داسې کوټلی کار نه و شوی، لکه چې په دغه ډیزرټېشن کې د موضوع په رمز او راز پوه لیوال او لیکوال ور سره مخامخ کېږي.
ښاغلي سید اصغر هاشمي په خپله دغه نوې څېړنه کې د لیکنې ټولې املایي او انشایي ځانګړتیاوې او نورې لکه د څپرکو تنظیم او ترتیب، د اخځونو په سمه توګه لیکنه او نور توکونه په ښه توګه ترتیب او تنظیم کړي دي، د لیکنې ژبه یې روښانه او د تعقید څه په کې نه لیدل کېږي. له موضوعي پلوه یې هم څېړنه پر یوه منظم سیستماتیک تګلوري باندې لارښونه شوې چې د ګوت نیوي پر لامل ډیر څه نه په کې لیدل کیږي. یوازني څه چې زما په نظر د پاملرنې وړ شول هغه د موضوع اوږدوالی او کمیت دی چې د ډېزرټېشن علمي تګلاره یې منزل ته د نږدې او زر رسیدنې پر ځای لږه اوږده کړې ده. په هر ډول، زما په نظر دغه علمي اثر په پښتو کلاسیک دور په نوښتي آثارو کې هیومانستیکه کتنه، څېړنه او یوه نوې علمي هڅه ده، له همدې امله زه د ښاغلي هاشمي دغه علمي څېړنه مثبت ارزوم او د دوکتورا درجې لپاره یې مستحق او وړ بولم.
په درناوي
پروفیسور دوکتور عبدالخالق رشید
د نهرو پوهنتون د ژبو، ادبیاتو او کلتور پوهنځي
د پښتو څانګې مشر استاد