حمل 21, 1402 12:17 Asia/Kabul
  • ماشوم ته کله نصیحت وکړو؟

ماشومان هغه څه نه کوي او نه مني چې ورته ویل کېږي، بلکې ماشومان هغه څه زده کوي او مني، چې ګوري یې.اوس پوښتنه دا ده، چې کوم وخت کولای شو، ماشومانو ته نصیحت وکړو؟

ماشومان هغه څه نه کوي او نه مني چې ورته ویل کېږي، بلکې ماشومان هغه څه زده کوي او مني، چې ګوري یې.اوس پوښتنه دا ده، چې کوم وخت کولای شو، ماشومانو ته نصیحت وکړو؟

ماشومانو ته هغه وخت باید نصیحت وکړو، چې هغوی د منلو حالت یعني(receptive mode) کې وي.

د منلو حالت(receptive mode) څلور داسې حالتونه دي، چې ماشومانو ته په کې هر څه وویل شي، د ماشومانو زړه او مغزو کې ځای نیسي.

۱: د شپې د ویده کېدلو پر مهال، کله چې ماشوم ویدېږي نو دا وخت د زده کړې یا منلو ( learning mood) حالت کې وي، غواړي کیسې واوري، میندې هم ورته د پيشو او موږک کیسې کوي، ماشومان د پيشواو موږک حرکتونه ترسره کوي، همدغه مهال ماشومانو ته د انبیاوو او د نېکو عالمانو د ژوند واقعات بیان کړئ، چې ښایسته نصیحتونه او د پند خبرې په کې پرتې وي، تر څو ماشوم نېک عمله شي.

۲: کله چې ماشوم تاسي سره په موټر کې ناست وي:

دا مهال هم ماشوم د(learning mood)حالت کې وي؛

دغه وخت هم ماشوم ډېرې پوښتنې کوي مثلاً، پلار جانه، دا څه شی دی، هغه څه دي، داسې ولې کېږي؟ او دېته ورته نورې پوښتنې… که دا مهال ماشوم ته غوسه شو او د چوپ کولو هڅه یې وکړو، نو د ماشوم د پوهولو یا نصیحت غوره او قیمتي وخت به مو له لاسه ورکړی وي، دا مهال ماشوم ښایسته خبرو او ښو معلوماتو ته اړتیا لري، نو باید ښې خبرې او ارزښتمن نصیحتونه ورته وشي، دغه مهال د دوی ټوله توجه ستاسو خبرو ته وي او عمل هم پرې کوي.

د تېرې ورځې کیسه ده:

له پنځه کلن وراره “ابوزر ” سره مې ښار ته تللم، دومره عجیبې غریبې پوښتنې یې کولې او ډېر غږېده، چې زما توجه یې ځانته واړوله، ځکه کور او عادي حالاتو کې هېڅکله دومره پوښتنې نه کوي او نه هم غږېږي.

مثلاً په نهر کې یې ماشومان د لامبلو پر حال ولیدل، وه یې ویل، دوی هلته ولامبې او بيا بېرته راشي لمر ته له یخنۍ ودرېږي او په خاورو کې کینې؟

ما ورته وویل، دوی نه پوهېږي، که دوی پوهېدلی، چې داسې په اوبو کې تر لمبا وروسته لمر ته لوڅې ډډې ګرځېدل یې، لمر ډډي توروې او ویښتان خرابوې، نو بیا یې هېڅکله دغسې نه کول.

نه پوهېږم،چې زما دا ځواب به څومره منطقي و، خو د ده هغه اخیستنه او زما د ځواب په مقابل کې خپل نظر او ذهني ځواب یې معمولي نه و، راته یې وویل:

زه نو بیا تر دوی هوښیار او پوه یم، زه دغه رنګې ټوله ورځ نهر کې نه لامبم او نه هم لمر ته ګرځم، زه خپل کور کې تر بمبې لاندې لامبم، سيوري ته جامې بدلوم او بیا په کي لاندې څملم، چې ښایسته خوب وکړم، ډډې به مې هم نه تورېږي نه به مې شونډې شنې کېږي.

د دې خبرې پای او د بلې پیل و؛

کله چې مې ماما کره ځو، نو موږ له لوبو ښه خوند اخلو، ماما مې زموږ د خوشالولو لپاره خپل ملګرى هم له ځانه سره راولي.رښتیا ته خو یې نه پیژنې، د ملګري نوم یې “زړګی” دی، خو ماما مې”دوست” ورته وایي، دوه نومونه لري، زړګی او دوست، یو یې”اصلي ” نوم دی او بل یې”ډیسي/ بدل” نوم دی.

زه یې په مطلب ورسېدم ورته مې وویل:اصلي نوم یې زړګی تا سم وویل دا یې اصلي نوم دی، خو دا “دوست” چې تا وویل “ډیسي” نوم دی، دېته زویه ډیسي نه، بلکې دې ته “تخلص” وایي.

لکه د عمه (یعني زما) نوم چې ‘مهر ‘ دی او “تاج” مې تخلص، نو ته نه ګوري، چې څوک راته مهر او څوک راته تاج، وایې…!؟

۳: کله چې ماشوم ډوډۍ خوړلو ته ناست وي، دغه مهال هم ماشوم په (learning mood) کې وي، ډېر غږېږي او ډېري پوښتنې کوي.

۴: کله چې ماشوم ناروغه وي، دا مهال هم په (learning mood) کې وي، دغه وخت چې هم هر نصیحت ورته کوئ، ارامه غوږ وي، په زړه یې هره خبره زر کیني او یادوي.

نو که ماشومانو ته نصیحت کوو، له دغو وختونو/ حالاتو نه په ګټې اخیستنې یې باید وکړو.

بې وخته او هر وخت ماشومانو ته نه باید نصیحتونه وشي، ځکه که ماشومان د لوبو یا کوم بل حالت کې وي او موږ ورته نصیحتونه شروع کړو، ماشومان چیغې وهي، بې پروایي ښیي او زموږ خبرو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، نو په دې اساس، ماشوم سرغړونه کوي، چې د سرغړونې او نه منلو په صورت کې زمونږ څخه وهل/ ډبول خوري، لا ځېل او ضد کوي … بیا په پیر/ فقیر او تاویزګرو پسې ګرځو، چې پیر صیب دم دعا تاویز ورته وکړه چې اولاد مې ځېل او ضد پریږدي او منونکی/ فرمانبداره شي.

مینه احمد

تگ