حمل 19, 1402 11:47 Asia/Kabul
  • ژبه او لهجه | زهير سپېڅلی

پـه نړۍکي تقريـباً چي څو زره ژبي شته، د هغو له جملې ځيني مشهوري او نړيوالي ژبي وي لکه: عربي، انګريزي، فرانسوي، هسپانوي، چينايي او داسي نوري.

پـه نړۍکي تقريـباً چي څو زره ژبي شته، د هغو له جملې ځيني مشهوري او  نړيوالي ژبي وي لکه: عربي،  انګريزي،  فرانسوي، هسپانوي، چينايي او داسي نوري.

ځيـني بيا داسي دي چي نړيوال/سيمه ايز شهرت نه لري. تر يوې قبيلې او يوې وړې سيمي رامحدودي وي.

هره ژبه ځان ته ګرامر، قواعد، اصول او جوړښت لري. پښتو  ژبه هم له هغو ژبو څخه ده، چي په ميلونونو وګړي پرې ږغېږي. پراخ او بډای  ادبيات لري.

يوه ژبه ده او يوه لهجه.ژبه او لهجه توپـير لري. پر دغه توپير بايد پوه شو.

ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده.

ژبه ټولنيزه او اکتسابي پديده ده، چي په ټولنه کي زده کېږي او  ټولنيزي  اړيکي جوړوي.

لهجه بيا د خبرو اترو طرز او طريقه ده. انګلش کي (DIALECT) ورته وايي.

د يوناني لغت «ډيالکټوس» څخه مشتق شوې کلمه ده.

ډيالکټوس د خبرو کولو طريقې ته وايي.

لهجه له ژبي راوزي يا پـه بـلـه وينا لهجه له ژبي راوتلې او  په يوه ټاکلي قوم، موقعيت او جغرافيايي چاپـېريال پـوري اړه لري.

لهجه د ويونکو د جغرافيايي سيمو لـه بدلانه سره د ځينو کلماتو په ويلو او تلفظ کي توپـير لري.

د لهجو  ډېروالی د ژبي په بـډايتـوب کي ستره  ونډه اخلي، په لهجو کي د ژبي ډېره لغوي زېرمه خوندي  وي.

پـښتو ژبه هم له لهجوي پلوه بـډايه ژبه ده. زياتي لهجې لري.

ژبه يوه وي خو لهجې زياتي وي لهجه بايد په ژبه تعبير نشي او نـه د يوې سيمي د اوسېدونکو لهجه د هغه ځای  ژبه وبلل شي.

پر ځينو کـتابونو ليکلي وي په پېښورۍ پښتو، په کندهارۍ پښتو.

يعني دا ژباړه په پېـښورۍ يـا کندهارۍ پـښتو شوې ده، خو دلـته له پښتو څخه مطلب لهجه ده؛ يعني په پـېښورۍ او کندهارۍ لهجه ليکل شوي وي. يـا ويل کېږي په پېښورۍ پـښتو ئې خبري کولې. دلته هم خبره د لهجې ده؛ يعني په پېښورۍ لهجه ږغېده. لهجه ئې په ژبه تعبير کړې ده.

ځيني خپله لهجه خپله ژبه ګڼي؛ مګر هغسي نه ده. که هره لهجه موږ ژبه وبولو؛ نو په پـښتو کي زياتي لهجې شته په يوه پښتو کي به څـومره نوري پښتو ژبي پـيدا شي!!! اصلي پښتو به کومه يوه وي؟ کومه به اصلي پــښتو  بولو؟

پښتو يوه ده، خو لهجې ئې زياتي دي. نـه بايد لهجه په ژبه تـعبير شي او نه بايد لهجه ژبه وبلل شي.