حمل 16, 1402 11:43 Asia/Kabul
  •  د کندوز یوه اوسېدونکي د قومي جرګو له لارې لسګونه حقوقي قضیې حل کړې دي

د کندوز ولايت يو اوسېدونکى چې په دې وروستيو کلونو کې يې لسګونه قضيې د قومي جرګو له لارې حل کړې وايي، د خلکو ترمنځ د سولې او ورورګلوۍ رامنځته کولو ته ډېر لېوال دی.

د کندوز ولايت يو اوسېدونکى چې په دې وروستيو کلونو کې يې لسګونه قضيې د قومي جرګو له لارې حل کړې وايي، د خلکو ترمنځ د سولې او ورورګلوۍ رامنځته کولو ته ډېر لېوال دی.

هغه زیاتوي، له کلونو راهیسې دا کار کوي او ډېرې شخړې یې چې هوارې کړې، د حکومتي محکمو له لوري نه وې حل شوې.

عبدالکریم تڼی چې ۴۸ کلن دی او له څو کلونو راهیسې یې په کندوز کې یو شورا جوړه کړې، وايي چې له ۱۳۹۲ کال راهیسې یې په کندوز، تخار، بغلان، پکتیا او خوست ولایتونو کې د خلکو ترمنځ لسګونه شخړې هوارې کړې دي.

هغه وايي، ډېری قضيې یې چې حل کړې حقوقي، جنايي او سوداګريزې شخړې وې چې له لسيزو راهيسې رامنځته شوې وې.

تڼی دغه راز زیاتوي، کومو قضیو ته چې رسېدنه شوې، ډېرې یې د محکمو له لارې نه وې حل شوې او خلکو د هغو د حل لپاره ده ته مراجعه کړې ده.‎

Image Caption

 

هغه وايي: «زموږ هیله دا ده چې په افغانستان کې ارامي وي، اسلامي نظام جوړ دی، جګړه نه وي، تاوتريخوالى نه وي، د خلکو ترمنځ شخړې هوارې شي او خلک د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند وکړي.»

تڼي زیاته کړه چې افغانستان د جرګو او شوراګانو هېواد دی او له اسلامي امارته یې وغوښتل څو د خلکو ترمنځ د شخړو هواري لپاره په ټول هېواد کې قومي جرګې جوړې کړي.

هغه د وينې تويېدنې په مخنيوي او د دښمنۍ په پای ته رسولو کې قومي جرګې د حل معقوله لار بولي.

له بلې خوا، د دې شورا یو بل غړی ګل کریم تڼی چې د خلکو ستونزو هوارولو په موخه په قومي جرګو کې ګډون کوي وایي، کومې ستونزې چې د دې شورا له لارې هواریږي، ډېرې یې سل کاله مخینه لري او کله چې د محاکمو له خوا حل نه شي، دوی ته مراجعه کوي.

نوموړي وویل چې د اسلامي شریعت او د ښکېلو لورو رضایت ته په کتو د خلکو دعوو او ستونزو ته رسېدنه کوي او د هغوی ترمنځ سوله کوي.

تگ