حمل 16, 1402 11:40 Asia/Kabul
  •  د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت تېر کال د خلکو ترمنځ ٢٩ روغې جوړې کړې دي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین وایي چې دغه وزارت په تېر یو کال کې د قومي جرګو له لارې په ټول هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۲۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین وایي چې دغه وزارت په تېر یو کال کې د قومي جرګو له لارې په ټول هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۲۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په ډېرو ولایتونو کې د خلکو ترمنځ د بدیو او دښمنیو پای ته رسولو په موخه له بېلابېلو لارو هڅې پيل شوې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند مولوي حمدالله فطر وویل چې د دغه وزارت چارواکو او د ولایتي مسوولینو له خوا د قومونو د انسجام او ستونزو د حل په موخه تېر کال ۳۳ لویې ولسي غونډې ترسره شوې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، یادې ٣٣ غونډې په ټولو ولایتونو کې یوازې د همدغه وزارت له خوا ترسره شوې دي.

نوموړی وویل: «تېر کال په ټول هېواد کې د قومونو او یو شمېر کورنیو ترمنځ د کرنیزو ځمکو او کورونو پر سر رامنځته شوې ۲۹ شخړې حل شوې چې په دې کې یې اته داسې لویې شخړې وې چې لسګونه کلونه مخينه یې درلوده او له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې وه.»

هغه په نورستان ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ اختلافاتو  ته په اشاره وویل: «تېر کال په نورستان کې د ۹۱ کلنو پخوانۍ قومي دښمني چې ۴۰۰ کسان په کې وژل شوي وو او د جوماتونو په شمول په کې لسګونه کلي ویجاړ شوي وو، د قومي مخورو، ولایتي مسوولینو او زموږ د وزارت د رهبرۍ په ګډو هلو ځلو یاده دښمني د تل لپاره پر دوستۍ بدله شوه.»

ده وويل چې دغه وزارت هڅه کوي په هېواد کې نورې قومي او کورنۍ دښمنۍ هم په دوستې بدلې کړي.

تگ