حوت 21, 1401 09:39 Asia/Kabul
  • ارواښاد عزیزالله هدف دافغانستان د تیاتر او ډرام ستوری

لیکنه : دودیال

عزیزالله هدف په ۱۳۱۰ل. کال د کابل په ښار کې له اقتصادی پلوه په یوه متوسطه(نه چندان شتمنه) کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. پلار یې د بهرنیو چاور د وزارت مامور و. عزیزالله په اووه کلنۍ کې ښوونځی ته ولاړ،  خو لا په نهم ټولګي کې و، چې پلار یې وفات شو. دا وخت د اقتصادي ستونزو له امله د مور په سپارښت د کار په لټه کې شو، خو له دې امله چې ښوونځی یې نه وبشپړ کړی، کوم ماموریت ورنه کړل شو. له دې امله دولتي مطبعه کې د مطبعې د نورو کارگرانو ترڅنګ  د(حروف چینی) په څانګه کې په کار بوخت او د “افغانستان” مجلې لپاره یې طباعتی – تخنیکی کار پیل کړ. هغه وخت دا مجله په بهرنیو ژبو(فرانسوی او انگلیسی)خپرېده.

په ۱۳۳۴ ل. کال کې دڅلورویشت کلني عمر ته ورسېد، نودقانون له مخې دعسکری خدمت کې شامل شو، وروسته دعسکري له ترخیص څخه دخپل یوه ملګري او ټولګیوال (رحمت الله فضل) په مرسته په بریښنا شرکت کې د مامور په توګه مقرر شو. دخپل کار په نوې ساحه کې  یوه  ورځ  د رحمت الله فضل، په دفتر کې دهغه وخت یو لیکوال اودتیاترکارکوونکي (وزیر محمد نگهت) سره مخامخ شو. وزیر محمد نگهت عزیزالله وهڅاو او ورڅخه هیله یې وکړه چې  له دوی سره په  تیاتر کې کار وکړي. هغه مهال د دفاع وزارت په خپل تشکیل کې د موزیک بانډو، د اردومطبعه ، د قوای کار یونټ ، اکمالاتخانه (خیاطی)، د تخنیک(ترمیماتو) ریاست او د هنری برنامو یو مرکز(لښکر ننداری) او نورې څانګې لرلې.  مرحوم عزیزالله  هدف د ارواښاد نگهت په هڅونه دغه هنري مرکز کې چې هغه وخت یې دافغانستان  اردوپورې اړه لرله،   په تیاتر کې شامل شو.

استاد وزیر محمد نگهت په یوه کمیډي ننداره (ماجرای روشن) کې هدف ته په څلورو برخو کې د رول  لوبول وسپارل.  د ډرامې په پای کې د لیدونکو له خوا زښت ډیر وستایل شو. له همدې وخت وروسته نوموړی د هنرمندانو لویه کورنۍ کې وپېژندل شو. دا مهال د (پوهنې نندارې) هم هنري فعالیت پیل کړی و او عزیزالله هدف چې (د ډرام اوتیاتر له پلار) یعنی ارواښاد رشید لطیفی سره پېژندل، او د ده استعداد ورته معلوم و، پوهنې نندارې کې په کار پیل وکړ. په دې توګه هغه د اردو او عسکري  له ډګره راووت. نوموړی په دې تیاترکې د لومړي ځل لپاره په (طبیب اجباری) ډرامه کې چې د مولیر اثر و،  رول اجرا کړ .هغه د ښه ځلیدو سره سره لاهم په ډارم کې پوره مسلکی او هر اړخیزه زده کړه نه لرله. هدف دا نه هیروله چې په هنری کار کې یواځې استعداد او خواري ګالل کافي ندي، بلکې تر دې هم مهمه خبره مسلکي زده کړه ده، نو ځکه یې هنري روزنې ته ودانګل اواستاد فرخ افندی، نګهت او استاد رشید لطیفی څخه یې د تیاتر او تمثیل زده کړې پیل کړې. ورپسې یې د شوروی اتحاد له متخصصینو څخه چې هغه مهال یې د یوه  قرارداد له مخې له (پوهنې نندارې) سره همکاري لرله، د تمثیل اوتیاتر په چارو کې زده کړه وکړه. په دې ډله کې د ده استادان: شمسی  قیام، استاد مهربان نظروف او رحمت الله یُف وو.  د دایرکت چاری یې له  اگنین څخه زده کړې چې د مسکو د یرمولوف له تیاتر څخه دلته راغلی و او مکیاژ ېې له واسیلوف څخه؛ ډیزاین او دیکور اودتمثیل، دایرکت، دیکوریشن او لایت(رڼا) چارې یې هم له دوی څخه زده کړې. د شوروی اتحاد دغو استادانو د افغانستان دتیاتر دایرکترانو، رژیسورانو، مکیاژورانو او ممثلینو ته تدریس کاو. عزیزالله هدف د دوی له لارښوونو او مشورو څخه پوره ګټه اوچته کړه او د دوی په مرسته یې د هنر باریکي اورموزات، لطافت او ظرافت زده کړل. وروسته تر دغې دورې، هدف په ډېرو نندارو کې له نامتو ممثلینو لکه: استاد رفیق صادق، استاد بیسد، نورتن نوراني، زلیخا نورانی، شریفه عارض، رعنا، حبیبه عسکر، رحیم ساربان، احمدشاه علم (د هیواد مشهور رژیسور) سره  هنري کار و فعالیت‌ پرمخ بوت او د بریالیو ممثلینو په ډله کې وپېژندل شو. په دې ترتیب ده  هنری کارونه له (لښکرنندارې) څخه پیل او بیا  یې د تجربې په زیاتیدو په سینما او رادیویی او تلویزیونی پروګرامو کې برخه واخیسته.

هدف پوره شپیته کاله د هیواد د تیاتر او تمثیل په برخه کې فعال و، هغه نامتو نندارې چې استاد عزیزالله هدف هغو کې ډیر ښه وځلېد، دا دي: (او پدرم نیست) او (شام زنده گی) د استاد رشید لطیفی آثار، (Time is money یا وخت پېسې دي) د برنارد شاو اثر او (گنهکار بی‌ گناه) د الکساندر اوچکی اثر چې د تاجکستان له هنرمندانو سره یې په ګډه دکابل نندارې په ستیژ باندې پکې کار کړی و. همدارنګه عزیزالله هدف د (سو تفاهم)، (مفتش) او (اطفائیه) په ډرامونو کې ښه وځلېد. کله چې افغان فلم خپل فعالیتونه پیل کړل، او بیا د  تلویزیون نشرات شروع شول، عزیزالله هدف بیلابیلو فلمو نو کې نقش درلود. په دې ټوله موده کې یې په سلو نندارو اوتمثیلی  ډرامو او فلمونو کې کاروکړ چې زیات یې تلویزیوني وو لکه: روزګاران، رزوهای دشوار، شکست محاصره او دهکده من.

عزیزالله هدف اووه ځله تاجکستان او شوروی اتحاد ته تللی و، چې په دې کې یې شپږ سفرونه د هنری نندارو لپاره وو او هلته د (سوء تفاهم)، (ازدواج اجباری) او ( Time is money) ډرام په ترڅ کې له نورو افغان ممثلینو سره د دو شنبې په ښار کې دعلی شیر نوایی د تیاتر پرستیژ باندې ښکاره شو.

کله چې دښکلو هنرونو د ادارې رئیس عبدالرشید لطیفی وفات او پر ځای یې خیر زاده مقرر شو، نو هغه د تیاتر دوه ادارې مدغم کړی، په دې صورت کې تشکیلاتی تنقیص رامنځته شو، نو یو شمیر ممثلین او په دې ډله کې عزیزالله هدف په تیاترکې وروسته تر شلو کلونو کار څخه سبکدوش او تبدیلاً په رادیو افغانستان کې مقرر شول. په راډیو کې یي لومړنۍ ډرامه (مراد) نومیده چې له ظاهر هویدا سره یې پکی کار کړی و. وروسته یې د افغانستان په تلویزیون کې کار پیل کړ. همدا رنګه یې په سینمایې فلمونو(آیینۀ شکسته) د نصیر القاس په ډایرکټ، (شیرآغا و شیرین گل) د انجنیر لطیف احمدی په ډایرکټ او  (د کونډې زوی) سریال کی یې دواحد نظری تر نظر لاندې کار وکړ.

ده د پوهنتون له کلتوري کمیټې سره هم په ۱۳۵۴ او ۱۳۵۶ل. کلونو کې همکاري کوله او  محصلین یې د تیاتر په څانګه کې وروزل . محصلانو به د اکت ، تمثیل، کارگرداني او ننداره لیکونو جوړول د ده تر لارښونو لاندې زده کول. دپوهنتون کمیټه کې یې د (متخصص فراری) او (وقت بلی گفتن نیست) ډرامونه جوړ کړي دي. عزیزالله هدف یوشمېر مډالونه، د صداقت ستاینلیکونه، د ویاړمدال ، د ښه خدمت مدال، ترلاسه کړي وو، ده په شوروی اتحاد کې هم دخپل سفر په ترڅ کې هنری انعامونه او ستاینلیکونه ترلاسه کړی وو. ده ته  ” د فرهنگ غوره کارکوونکی ” لقب هم ورکړل شوی و. عزیزالله هدف ته د رادیوتلویزیون، د هنرمندانو د اتحادیې او نورو هنری ادارو او مقاماتو له خوا هم جوایز او لقبونه ورکړل شوي وو.

عزیزالله هدف دشپیتمې لسیزې په پای او د  دوکتور نجیب الله د حکومت د ړنګېدو پر وخت، لومړی روسیې ته او بیا آمریکا ته مهاجر شو. مرحوم هدف واده نه و کړی، دژوند وروستۍ ورځې یې په مهاجرت کې تېرې شوې. هغه ته خپل خلک او هیواد ډیر ګران وو. هغه یو متواضع او مودب انسان و. د خپل ‌ژوند وروستیو کلونو کې یې یو شمیر تلویزیونو  سره مرکې کړي دي چې په هغو کې یې خپل پخواني خاطرات او د افغانستان د تیاتر او ډرام تاریخچه  ویلې ده.  کله چې خبریال له ده څخه دپخواني وخت پوښتنې کولی، نو ده به ټول مسایل ورته ځوابول، چې اوریدونکي د ده پیاوړې حافظې، سنجیده او ډیرو ادبي مرکو ته حیران وو. نوموړی د ۱۴۰۱ل. کال د سلواغې په دیرشمه نیټه د امریکې د متحده ایالاتو د  کالفورنیاد فریمونت په ښار کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. (انالله و انا الیه راجعون- الله پاک دې جنتونه ورته نصیب کړي).