حوت 17, 1401 11:50 Asia/Kabul
  • باختري ژبه (۲) څېړنپوه دکتور خليل الله اورمړ

باختري ژبه د شمال ختيځو آرياني ژبو له ډلې څخه د لرغوني بلخ د سيمې ژبه ده. دا ژبه له يوې خوا له پښتو، يدغه او منجاني ژبو سره نږدې خپلوي لري او له بلې خوا د منځنۍ دورې د ژبو، سغدى، خوارزمي او پارتي سره خپلوي لري. باختري ژبه تر ۱۹۶۰ م. كال. پورې د تخاري Toxarian، رښتيني او حقيقي تخاري eteo toxarian په نامه او ځينو پوهانو د باختري ژبې د ليكلو لپاره د اوښتي يوناني ليكدود د كارونې پر بنسټ هغه د ګريكو – باخترى Greco-Bactrian په نامه نومولې ده. ځينو پوهانوورته كوشان– باختري Kushano-Bactrian ويلې ده.

باختري ژبه د شمال ختيځو آرياني ژبو له ډلې څخه د لرغوني بلخ د سيمې ژبه ده. دا ژبه له يوې خوا له پښتو، يدغه او منجاني ژبو سره نږدې خپلوي لري او له بلې خوا د منځنۍ دورې د ژبو، سغدى، خوارزمي او پارتي سره خپلوي لري. باختري ژبه تر ۱۹۶۰ م. كال. پورې د تخاري Toxarian، رښتيني او حقيقي تخاري eteo toxarian په نامه او ځينو پوهانو د باختري ژبې د ليكلو لپاره د اوښتي يوناني ليكدود د كارونې پر بنسټ هغه د ګريكو – باخترى Greco-Bactrian په نامه نومولې ده. ځينو پوهانوورته كوشان– باختري Kushano-Bactrian ويلې ده.

د باختري ژبې د نامه او د هغې د فهم د كلمې په برخه كې ترهر چا زيات دهننګ Henning د احسان پور وړي يو. نوموړى لومړى ځل د سره كوتل د كتيبې تر ژباړې او تحليل وروسته په دې ژبه د باخترى ژبې نوم كيښود او د كوشاني واكمنانو د مورنۍ ژبې په نومونو، وازشكا vazeška، كنشكا kaniška او هوشكا Ooeška كې د -*iška د خاتمې د څيړنو پر بنسټ، چې د لرغونې آرياني د *štaka له تفضیلي صفت څخه يې تكامل كړى دى، وپيژندله.

نوموړي څرګنده كړه، چې ددې دريو نومونو وروستى جز ياتو خاتمه يوازې په باختري ژبې پورې د ځانګړي شوي غږيز تحول له لارې د پوهيدلو او معنا وړ دى.

كنشكا > Kanēška آرياني *Kaništaka د ځوان او غښتلي په معنا

هوشكا > Ooēška ارياني *huvaištaka د غوره او مشر په معنا

وازشكا  > vazēška آرياني *vazištaka د فعال او كارنده په معنا

د پخواني شوروي اتحاد عالم ستبلين – كامنسكي ددې مسئلې د تائيد لپاره د لرغوني آرياني د *štaka تفضيلي صفت په واخي ژبه كې مستند څرګند كړى دى. [Steblin-Kaminskii.1981,P.320]

انګليس عالم سميز ويليامز Sims Willams يو بل نظر لري. نوموړى باوري دى، چې د šk عنصر غير آريانى دى او د هغې ژبې بقايا ده، چې تخاريانو له ځان سره د بلخ سيمې ته وړې ده.

[Sims-Willams,1989.P 348-49]

د باختري ژبې ليكنی سيستم: باختري ژبه د منځنۍ دورې يوازینۍ آرياني ژبه ده، چې ليكنی نظام يې د اوښتي يوناني ليكدود پر بنسټ دى. دوه پيړۍ په باختر سيمه باندې د يوناني فرهنګ واكمني په دې سيمه كې د باختري دودونو خنډ شوه په دې دوره كې هر ډول آرياني ليكدود يوې خواته پاتې شو. د آى خانم په ښار كې واقع په عمومي ځايونو كې د يوناني كتيبو موجوديت د هغې ښكارندوى دى، چې يوناني واكمنانو خپل قلمرو په يوناني ژبه او ليك اداره كاوه او د هغوى د واكمنۍ په موده كې باختري ژبه، احتمالا د سيمې د ژبې په توګه او يوازې په محاوره كې كارول كېده. كله چې ساكانو د ۱۳۵ ق م په شاوخوا كې وكړاى شول د باختر سيمې اداره په خپل لاس كې واخلي، هغوى د خپلې ژبې د لاسه وركړي اعتبار په بيا احياء كولو پسې مټې راونغښتلې او هغه الفبا، چې د باختري ژبې په ليك لوست كې كارول كېده، د باختري ژبې د ليكلو لپاره چمتو او استعمال كړه. ټول باختري متون، پرته له يوې مانوي قلمي ليكنې څخه، په يوناني ليك ليكل شوي دي.

يوناني ليكدود: د اوومې ميلادي پيړۍ چيني ګرځندوى هيون تسانګ Hsǜan tsang په ۶۲۹ ميلادي كې افغانستان ته د يو سفر په ترڅ كې د تخارستان سيمې د ژبې توري ۲۵ ګڼلي او ليكلي يې دي، چې دا ليك له كيڼې خوا څخه ښي خواته كښل كېده.

خو د ګرشويچ په اند، هيڅ ترديد نه شته، چې باختريانو د þﺭ تورى په يوناني ليكدود ورزيات كړى دى، چې د /ش = š/ غږ ورباندې وښيي. نوموړى يادونه  كوي، چې د مركبو يا تممو ښلو غږونو د ځانګړې نښې د نشتوالي له امله سيګمه /s/sigma او زيتا /z/zeta د /(ts),c/ او /,dz j/ لپاره او په عين حال كې د z/ž,s لپاره كارول كيدل. يوناني (iota)I د ī,i او y لپاره وه.

يوناني اميكرون /o/omicron د u، ū ، w غږونو لپاره او يوناني الفا /a/alpha د ā,a غږونو لپاره و.

د باختري ژبې په ليكنې سيستم كې هم د يوناني ژبې غوندې، اعداد د الفبا په تورو او معمولاً د بيلوونكو نښو په زياتولو سره ښودل كېدل.

د باختري ژبې د څېړنو تاريخچه: د باختري ژبې څيړنې د نوولسمې پيړۍ په وروستیو كې پيل شوې، چې د څيړونكو د څيړنې اصلي سرچينې، سكې، مهرونه او نورې لرغونې موندنې وې. خو د سره كوتل د كتيبې په پيدا كيدو سره، چې په ۱۹۵۷ م. كال كې ترلاسه شوه، د باختري ژبې څيړنې يو نوي پړاوته ور داخلې شوې.

۳۵ کلن فرانسوي عالم اندرى ماريك A.Maricq د كنشكا ستره كتيبه د Bactrien ou eteo Tokharian تر عنوان لاندې په ۱۹۵۸ م. كال كې چاپ كړه. ورپسې د ده يو بل هيوادوال اميل بنونست E.Beneveniste ددې ډبر ليك دوه نورې ليكنې چاپ كړې.

د سره كوتل د كتيبې په خپريدو سره باختري ژبې د نړۍ د پوهانو پاملرنه ځان ته راواړوله.

دوى ځانګړې پاملرنه ژبينو، اتنوګرافۍ، تقويمي مهمو مسايلو او د هغې ژبې د ويونكو تاريخ ته وكړه او هر يو په خپل وار سره ددغه متن د ناحله معما په حل كولو لاس پورې كړ.

هننګ Henning د متن د ژباړې او تحليل د پوهيدنې كيلې، ددې ژبې د كلماتو په رمز پرانيستنې سره د پوهانو په واك كې وركړه. د آرياني ژبو په سيستم كې يې ددې ژبې دريځ څرګند كړ او ليكي: «باختري ژبه له يوې خوا د پښتو او يدغه – مونجي سره نږدې اړيكې لري او له بلې خوا یې د منځنۍ دورې د ژبو سغدى، خوارز مي او پارتي سره لري».

د نَسَبی اړیکو په ارتباط د نړۍ نامتو عالمانو لکه: بنوینیست، جورج مارګنستیرن، الیه ګرشیویچ، سیمز ویلیامز، ستبلین-کامنسکی، یوسف آرنسکي  او همداسې د ختیځ نامتو مؤرخ اکاډمیک باباجان غفوروف هم د دې خبرې پخلى کړی دی.

تگ