حوت 17, 1401 11:20 Asia/Kabul
  • د هرات جامع جومات څوارلس سوه کاله پخوانی جومات

د هرات جامع جومات د نړۍ له پنځو پخوانیو مسجدونو شمېرل کېږي، چې د آبي مسجد په نامه هم مشهور دی او ۱۴ سوه کاله مخینه لري.

د هرات جامع جومات د نړۍ له پنځو پخوانیو مسجدونو شمېرل کېږي، چې د آبي مسجد په نامه هم مشهور دی او ۱۴ سوه کاله مخینه لري.

د ډیرو په باور د دې جومات بنسټ په ۵۹۷ قمري کال (۱۲۰۰ م کال) د سلطان غیاث الدین محمد غوري په دوره کې کېښودل شو خو په دې دوره کې بشپړ نه شو.

دغه جومات په (۴۶۷۶۰) متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې ۴۶۰ ګنبدې، ۱۳۰ رواقونه ۴۴۴، پایې، ۴ ایوانونه،۴ دروازې او څلور لویې کتیبې لري، چې د قران کریم آیاتونه او د لویو شاعرانو عرفاني شعرنه پرې لیکل شوي دي.

د هرات جامع جومات په یو وخت د ۱۰۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري او لویه کتاب خانه یې د ۴ زره ټوکه کتابونو درلودونکې ده. په ۲۹ هجري قمري کال کې کله چې د هرات خلک د اسلام په مبارک دین مشرف شول دغه لوی معبد د مسلمانانو پر مسجد بدل شو، چې بیا تر ننه پورې څو ځله له سره رغول شوی دی ان اوس هم په کې د جومات د ښکلا او زینت لپاره کار روان دی.

Image Caption

د جومات اوسنۍ بڼه د تیموریانو د لاس معماري ده. په ۴۱۴ هجري کال کې د جومات یوه برخه چې پر لرګیو پوښل شوې وه د اور د لمبو خوراک شوه، چې بیا له سره ورغول شوه.

په ۱۳۲۴ هجري کال کې د عبدالله خان ملکیار لخوا، چې د هرات نائب الحکومه و، د جومات ساحه پراخه شوه او ۲۵ زره متره مربع باغ هم د جومات پر ساحه ورزیات شو. دغه مسجد په هغه وخت کې یوازې یو عبادت ځای نه و، بلکې یوه لویه دیني مدرسه هم وه، چې خلکو به په کې دینې زده‌کړې کولې.

که څه هم چې ۷ کاله وړاندې د جومات د بیارغولو چارې پایته رسېدلې دي، خو اوس هم ۴ مهندسان او ۶ کاشي جوړونکي په کې په کار بوخت دي، چې مسجد نور هم ښکلی کړي یا هغه برخې چې زیان ورته رسېږي له سره ورغوي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

 

 

تگ