حوت 15, 1401 12:19 Asia/Kabul
  • د خوشال خان خټک په اړه پېښور کې ډرامه جوړه شوه

پېښور کې د هنري زده کړو یوه ښوونځي د پښتون فرهنګ او تورې د مشهور اتل خوشال خان خټک په اړه ډرامه جوړه کړې ده.

پېښور کې د هنري زده کړو یوه ښوونځي د پښتون فرهنګ او تورې د مشهور اتل خوشال خان خټک په اړه ډرامه جوړه کړې ده.

د یاد شوي ښوونځي مشر ډاکټر ناصر اقبال ویلي، چې د خوشال بابا په اړه دا لومړنۍ هنري ډرامه ده، چې جوړیږي.

په دغه ډرامه کې د محمد بریال خان په نوم یوه لوبغاړي د خوشال بابا رول لوبولی.

تراوسه دا ډرامه ډېره خپره شوې نه ده او په اړه یې قضاوتونه نه دي په ډاګه شوي.

په ډرامه کې د خوشال بابا د رول لوبونکي محمد بریال ویلي، چې د داسې لوی شخصیت په رول کې راتلل ورته ستونزمن وو او ویاړي، چې دا ډول رول ورکړل شوی دی.

 په پېښور او ټوله کې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې هڅه شوې، چې پښتون فرهنګ او اتلان ناسم تعبیر او وړاندې شي.

معلومه نه ده، چې دا ډرامه د خوشال بابا د اتلولیو او که پر ضد یې د دسیسو برخه ده.

تگ