سیخ/ اجمل پسرلی
ادې پر وره راځوړنده ماشي موښلې پرده جګه ونیوله: -زویه درځه درځه شکر چې راغلې زوی یې د تختې په څير په کاغذونو کې پیچلی شی مخته ونیو، په اړخ د ناستې خونې ته ننوت. په دیوال باندې د پلار راځوړند عکس ته ودرید. ده ته د پلار بریتونه په عکس کې تر پخوا ډبل ښکاره شول او سترګې وړې. عکس داسې ورته معلوم شو لکه برسیره چې عکاس رنګ پرې وهلي وي خو د وخت په تیریدو یې رنګونه سره الوتې وي.
ادې پر وره راځوړنده ماشي موښلې پرده جګه ونیوله:
-زویه درځه درځه شکر چې راغلې
زوی یې د تختې په څير په کاغذونو کې پیچلی شی مخته ونیو، په اړخ د ناستې خونې ته ننوت. په دیوال باندې د پلار راځوړند عکس ته ودرید. ده ته د پلار بریتونه په عکس کې تر پخوا ډبل ښکاره شول او سترګې وړې. عکس داسې ورته معلوم شو لکه برسیره چې عکاس رنګ پرې وهلي وي خو د وخت په تیریدو یې رنګونه سره الوتې وي.
مور یې ورته وویل:
-زویه په هغه ورځ چې عسکرو ستا د پلار جنازه راوړه ستا هاغه سوې سوې چیغې به مې ټول عمر له زړه ونه وځي
زوی یې له سړې ساه سره مخ راواړاوه. پر مخامخ دیوال هغه تصویر ته ورغی چې پلار یې یو وخت له پوهنتونه تر فراغت وروسته له لیننګراده راوړی و. زلمي په عکس کې د کلیسا پر برج ګوته کیښوده:
-ادې دا د غم خبرې پریږده په یاد دې دي چې موږ به دې عکس ته بالښتونه ایښودل چې ورپورته شو له نژدې یې وګورو بیا به تا سپکولو، جارو به دې راپسې راواخیست نارې به دې وې چې ودریږئ عکس به راواچوئ
د مور خوله ویړه شوه. زوی یې ورته وویل:
-وئ ادې څو غاښه دې لویدلي
-بچیه دا د ژامو غاښو مې ټول ختلي
یوه ماشوم په کاغذونو کې پیچلي تختې ته لاس وروړ، بل یوه یې لاس کش کړ. مور یې وویل:
-زویه دغه دې څه راوړي د کوچنیانو ورته سودا ده
زلمي کاغذونه ورو ورو پرانیستل، ماشومانو سرونه ورنژدې کړل
مور یې پر ماشومانو منت وکړ:
-هلک پریږدئ چې درښکاره یې کړي خو دغه دی چې ستړی هلاک راغی
تر یوه کاغذ لاندې ډمبک ډمبک پلاستیک و. زلمي دا پلاستیک هلکانو ته ونیول هغوی لاس ورنه ووړ، نغښتي کاغذ ته یې کتل، زلمي چې وروستی کاغذ لرې کړ:
-ادې دا عکس وینې د لندن د پارلمان ودانۍ ده دا جګ ځای یې داسې ښکارې لکه کلیسا
بیا یې دا عکس د پلار د لننګراد له عکس سره ونیو. هغه عکس کوچینی و دا لوی و، هغه خپ و، دا روڼ و، هغه سپیره وه، دا بریښیده. د لیینګراد عکس یې راکښته کړ:
-ادې دا عکس به دلته ولګوو
– خوښه دي
ځوان د لندن د پارلمان عکس ته یو ګام شاته ودرید، مخ یې واړاوه:
– هلکان څه شول؟
-زویه خو دې شي ته یې سودا وه زاتي یې هیله وخته سره ووتل
ځوان له دیوال سره ودرید، د پلار عکس ته یې شا وه، د تیمز سیند اوبو داسې زغونه لمبه کوله لکه د ده د پلار شب بینو تسبحو ته به چې یو وخت ده تر پټو لاندې سترګې نیولې وې.
مور یې د لیننګراد عکس ورسره واخیست، په زګیروي ولټیده:
-زه راځم هلکانو ته به هم ورغږ کړم
د وره د پردې له جګیدو سره یې د مور نارې شوې چې ماشومانو ته یې ویل:
« څه شوئ، کوڅې ته مه ځئ»
په رڼا کې یې عکس ته وکتل بیا یې پلو پرې واچاوه:
« ودریږئ..»
په کوټه کې یې زوی په اوچتو ګامونو د نوي راوړي عکس په لور ورغی، چوکاټ یې په دواړو لاسونو پورته کړ، بیرته یې ورو پر راځوړند میخ تیکه کړ:
« اوس سیخ سیده شو»
پای