حوت 01, 1401 11:32 Asia/Kabul
  • د هرات د هفت قلم ډبره باید د یونسکو د نړیوال میراث په لیست کې ثبت شي

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغه هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير څخه وغوښتل چې د يونيسکو د نړيوالو ميراثونو په ليست کې د هفت قلم ډبره د لرغوني اثارو د ثبتولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزير او نورو سيمه ييزو مسوولينو په هرات کې د دغه ولايت له لرغونو اثارو په تېره بيا د "هفت قلم ډبرې" چې د دغه ولايت يو له لرغونو هنري اثارو څخه دى، ليدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نعیم الحق حقاني د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر څخه وغوښتل چې دغه تاریخي ډبره دې د یونسکو د تاریخي میراثونو په لست کې ثبت کړي.

د هغه په ​​وينا، دغه ډبره په نړۍ کې د نقاشۍ يو له غوره آثارو څخه ده. ښاغلي حقاني زیاته کړه: د هفت قلم ډبره د تیموریانو د دورې له ارزښتناکو تاریخي اثارو څخه ده چې په نړۍ کې بې ساري ده. د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ټينګار وکړ: دغه ډبره چې ګازرګاه شريف کې ساتل کېږي، د ساتنې او همدارنګه د ګازرګاه د ساحې د ساتنې لپاره بايد بودیجه ځانګړې شي.

تگ