پر نشو د ادبیاتو اغېزې!
د مخدره موادو د کر کیلې او قاچاق په مخنیوي کې ممکن تر ډیرو نورو شعارونو او لیکنو د نشه یانو په باره کې جوړې شوې ټوکې، لنډۍ، شعرونه او متلونه اغیزناک وي.
زموږ دخلکو دا یو متل چې وایي:(( چرسي سړی نه سړی)) د نشه یي توکو د غندلو او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو په راګرځولو کې یو عالم خبرې لري. زموږ په بډای فولکلور کې ددغې سترې بلا پرضد ډیرې سندرې، لنډۍ او شعرونه شته. خو له بده مرغه په وروستیو کلونو کې ځینو په نوم شاعرانو او سندرغاړو داسې شعرونه او سندرې هم وویلې چې مخدره موادو ته د ځوانانو په راماتولو کې رول لرلی شي. دوی په یوه محفل کې د څو تنو پوډریانو د خوښ ساتلو او چکچکو لپاره داسې څه وایي چې زموږ ټولنه لا هم د نابودۍ کندې ته ورټیله کوي:
شو لالى مې چرسي،نېمه شپه کور ته راځيسترګې سرې شرابي،نېمه شپه کورته راځي
او:
راکړه يو لوګى،نور يې نه څښمهبس دى سګرټى،نور يې نه څښمه
هغه شعرونه دي چې زموږ د هیواد مشهورو ناظمانو هنرمندانو ته جوړ کړي او سندرغاړي یې هم په ډیر جوش او خروش زمزمه کوي. ( ادم خانه چرسي کټ مې وباسه دالان ته …) او( ….خماریان راغلي دینه میرزا خانه خانه چیلم راواخله ….) دغه سندرې زموږ د خوښیو په ځینو محفلونو کې ویل کیږي. ګمراه ځوانان لا مغرور شي او هغه چې لا چرسیان او پوډریان نه دي فکر کوي چې ژوند خو همدا دی، نو موږ ولې ترې بې برخې یو. ممکن پر سبا یې دوی هم ځان د خوماریانو په ډله کې ور ګډ کړي او له میرزا خان خان سره یو ځای خوماریانو ته چلم ور واخلي.
په دې برخه کې یوه بله مسته سندره هم مشهوره ده، چې ځینې ځوانان یې په ډیر غور سره اوري:
ما درته چرس د لښکرګاه راوړي دینه
خماري ملنګه
یو چره دار سګرټی ډک کړه
سمدستي ملنګه
چې دم په دم یې وڅکوونه
ستا دجونګړې نه قربان شم
تاته چې راشم زړه مې ډیر خوشحاله شینه
خماري ملنګه
یو چره دار سګرټی ډک کړه
سمدستي ملنګه
چې دم په دم یې وڅکوونه
روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، په هېواد کې له یو ملیون زیات خلک په نشو روږدي دي چې په دې کې د نارينه و تر څنګ د ښځو او ماشومانو کچه هم مخ په لوړېدو ده.
د روغتیا وزارت د ارقامو له مخې په دې روږدو کسانو کې ۵۰ زره د تریاکو ۱۲۰ زره د هیروینو او له ۵۰۰ زرو زیات د چرسو او له دې جملې څخه ۱۸۹ زره د خوب په نشه یي ګولیو او درملو روږدي دي چې په دې معتادينو كې ۱۳ فيصده ښځې او ماشومان جوړوي او د دوى په خبره دا شمېره مخ په زياتېدا ده.
داچې ددغه ستر ټولنيز ناورين په زياتيدو کې بدمرغې جګړې، جګړه مارو ډلو او د حکومتي ادارو ناغيړيو څومره رول لرلى دى هغه څه دي چې بايد وڅيړل شي. خو هغه څوک چې ځانونو ته ولسي شاعران او هنرمندان وايي که ددغه فساد په خورولو کې برخه اخلي د انديښنې وړ ده:
چې په نشه کې سترګې مړې راواړوینه
چرسي مې جانان دی، لوګی ترې شمه
چرس مې پخپله یار ته ورکړل
بیا مې نارې کړې چې مې یار لیونی شونه:
زموږ ځينې ناظمان او سندرغاړي بيا په مخدره موادو روږدي کيدل له مينې سره تشبيهه کوي او معتادين نور هم پردې باوري کوي چې له نشو لاس اخيستل له مينې لاس اخيستل، بې وفايي او آن ناممکن کار دى:
نه به چرسي له چرسو واوړي
نه به عاشق له معشوقې واخلي لاسونه
او ځينې نور يې بيا د مينې د دردونو دوا بولي او هغو ځوانانو ته چې په مينه کې يې ماته خوړلې وي، توصيه کوي چې نشو ته دې پناه يوسي:
څکي دې یې هغه دغم علاج دی
څوک چې په عشق کې معشوقې رټلی وینه
که يو شمير ولسي ناظمان او بازاري سندرغاړي داسې نظمونه او سندرې وايي زموږ ځينې رسنۍ هم په دې برخه د مسووليت احساس نه کوي، دغه سندره مې د ۱۳۹۰ کال د سلواغې میاشتې په پنځمه نیټه له یوه تلویزیون څخه واوریدله، چې د يوې به زړه پورې سندرې په نامه يې خپره کړه:
بنګدانې چې یاره څکې نه دې پریږدم
زاري زاري زما
اي ناځوانه درپسې به مرمه مرم
زاري زاري زما
دغې ناروغي چې زموږ ځينې ولسي ناظمان او هنرمندان پرې مبتلا دي، د هيواد يوشمير ښو او ژمن شاعرانو ته هم سرايت کړي دى:
چې ولې په دې ښار کې د رود شرنګ راته رایاد شي
چې تل لمر په لویدو شي لکه بنګ راته را یاد شي
یو شین دود د چیلم د رباب شرنګ راته رایاد شي
چې کله ها زیارت هغه ملنګ را ته را یاد شي
او یا دا چې :
بنډار او مازیګر خو به جانانه سره پالو
زیارت به سره ساتو او چیلم به سره ساتو
اشنا د زړونو زور کې مو د وخت جبر اوبه کړ
دېره ، منګی ، سېتار ، د چرسو دم به سره ساتو
یا :
ځار یې له خوماره په کنډول بنګو یې مات کړمه
ګرانې ! کنه ستړی ژوند خو ټول ارمان ارمان دی .
که موږ په شعرونو کې بې له کومې خاصې اړتیا د بنګو او کوکنارو ستاینه وکړو په لوی لاس به مو د یو ستر ټولنیز فساد په خپرېدو کې برخه اخیستي وي، په کار ده زموږ شاعران، سندرغاړي او رسنۍ د خپلې ټولنې په وړاندې د مسوولیت په احساس سره د داسې څه له ویلو او خپرولو څخه ډډه وکړي چې ټولنې ته یې زیان رسیږي.