حوت 01, 1401 08:12 Asia/Kabul
  • ته چېرته يې؟

لیکوال: اسدالله غيرت

زه ستا د ماشومتوب ملګری، کالونه پس کلي ته راغلی يم، هغه کلي ته چې ما او تا پکې د ماشومتوب رنګينې او بې غمه شيبې يو ځای تيرې کړې، زه له ډيرې مودې وروسته د خپلو پخوانيو يادونو د راتازه کولو په هيله دلته راغلی يم، زه په کلي کې د هر پل په اخستو سره حيرانه کيږم، هرې خواته په حيرانتيا او په ډک زړه سترګې وراړوم، د کلي په هره لويشت خاوره کې د ماشومتوب دورې د خپلو يادونو او پلونو په ليدو پسې په ځير، ځير ګورم. خو، دريغه ! چې

دلته هر څه بدل شوي دي، د کلي د دنګو ونو ځوانۍ د برودو په لمبو سوځيدلي دي او د پسرلي په موسم کې لوڅې لغړې ولاړې دي، د کلي ګودر، لکه زيارت، يوازې پکې د مينانو د زړو نښو نښانو څرک لګيږي، د کلي د ماشومانو د لوبو ميدان اوس د مړيو د جنازو ځای ټاکل شوی دی، هر لور ته خاموشۍ خپلې وزرې غوړولي دي، د هر کليوال په څيره کې د ژور غم او خفګان نښې له ورايه پړکونه وهي.

دلته هر څه بدل دي، ددې کلي خوښۍ پرلپسې جنګونو له ځانه سره وړي دي، دلته هر څه د جګړې خوراک شوي دي، دلته زما د ماشومتوب ډيرۍ ملګري جنګ د مرګ په خوب ويده کړي دي، دلته په هر کور کې ميندې او پلرونه د خپلو بچيانو په فراقت اوښکې تويوي، دلته هر سحر په هديره کې د خپلو زلميو وړونو او بچيانو په وير د بې وسه بندګانو له خولو د وير کريغې پورته کيږي.

ته چېرته يې؟ ته، اې زما د ماشومتوب د رنګيو، ګلورينو او بې غمه شيبو ملګرې !زه راغلی يم، څو په ليدو دې د ماشومتوب يادونه راتازه کړمخو، افسوس، چې تا هم د خپل يوازيني زلمي ورور د مړينې له امله د زيندۍ پړي ته غاړه ورکړې او د مرګ پرښتو ته ورغاړه وتې يې.