دلو 29, 1401 11:19 Asia/Kabul
  •  څنګه کولای شو د کم عمره ماشومانو ساتنه وکړو؟/ ژباړه: محمد یعقوب واحدي

پلرونه او میندې پوهیږې چې د کم عمره ماشومانو ساتنه اوحفاظت څومره سخت دي، په خاص ډول هغه وخت چې کله ماشوم د خپلو پښو شي، په دې وخت کې باید خپلو ماشومانو ته د پخوا په پرتله زیاته توجه وکړي څو د هغه روغتیا ته کومه ستونزه پیدا نشي.

کورنۍ او ماشوم –

پلرونه او میندې پوهیږې چې د کم عمره ماشومانو ساتنه اوحفاظت څومره سخت دي، په خاص ډول هغه وخت چې کله ماشوم د خپلو پښو شي، په دې وخت کې باید خپلو ماشومانو ته د پخوا په پرتله زیاته توجه وکړي څو د هغه روغتیا ته کومه ستونزه پیدا نشي.

خو کله چې ماشوم لوی شي بیا هم باید په هغه نظر وساتو، ځکه په دغه سن کې هم ماشوم منډې وهې، ټوپ اچوې اوکه په ځمکه ولویږي زیان ورته رسیږي؛ په کورنۍ کې د ماشوم د خوندې ساتلو لپاره ځینې مهمې یادونې لرو چې باید ورته پاملرنه وکړو.

۱- یو مهم او اصلي ټکی، چې باید په نظر کې ولرو، هغه له ماشوم څخه ښه پالنه ده، سربیره پر دې هیڅ کله او په هر ډول شرایطو کې ماشوم په تخت او لوړ ځای باندي تنها پرینښودل شي؛ هیڅکله مو ماشوم ته اجازه مه ورکوئ، چې په بام، تراس، بالکون او نورو خطرناکو ځایونو کې لوبي وکړي.

Image Caption

 

– د زینې پلې د خطر یو عامل وګڼئ، لومړئ باید په زینه کې دتګ څخه ځان مطمئن کړئ بیا هڅه وکړئ، چې په زینه کې د منظمې روښانایی تنظیم وکړئ، که چیرته اړتیا وینی؛ چې ماشوم مو همیشه په هغه ځای کې ډیر لوبیږي نو بیا خو بهتره ده چې دغه لاره بیخې وتړو.

۳- د ماشوم شاوخوا غوڅوونکي شیان لکه چاقو،قیچي لرې وساتئ، حتی دیوې شېبې لپاره هم دغه ډول وسایل په داسې ځای کې مه ایږدی، چې دماشوم لاس ورته ورسیږي.

۴- د ماشومانو څخه کیماوي مواد او نورې دواګانې باید خوندې ځای کې وساتئ، ممکن تاسو کله په کور کې نه وی یا هم ویده شي نو هسې نه چې ماشوم مو دغه ډول شیانو ته لاسرسي پیدا کړي او په لوی لاس مو ماشوم له لاسه ورکړئ.

۵- غوڅوونکی شیان لکه چاړه  او نور د کور وسآئل په خپل ځای کې وساتئ، په ځانګړي ډول په هغه وخت کې چې ماشوم نوی په خپلو پښو تګ پیل کړئ وي.

۶- هیڅکله هم ګرم شیان لکه ګرم اتو، ګرم دیګ اونوروسائل په داسي ځای کې مه ټولوئ، چې دماشوم لاس ورته ورسیږي.

۷ـ  د کور دبرق سیستم  په منظم ډول تنظیم کړئ، احتمال لري ماشوم مو سیم، یا نور فلزي شیان په  لاس کې واخلي د هغه سره  ولګي.

۸- برقي  وسائل په کوټه کې مه غورځوی او دماشوم په اطاق کې دبرق سیم د فرش لاندي مه تیروی که چیرته مو دا کار کړی وي باید د سیم پوش سالم وي.

۹ـ ګوګرد او دیته ورته نور توکي د ماشومانو نه لري وساتئ، حتی که ماشوم داسي سن ته نه وي رسیدلی چې ګوګرد د ولګوي، نو امکان لري هغه په خوله کې ووهي او ماشوم د ناعلاجه ناروغیو سره مخ کړي.

۱۰- د ماشوم د خوب اطاق او که امکانات وو په نوره حولی کې کم نوره ګروپ روښانه پریږدئ، ځکه که ماشوم د شپي اوبو او یا لاس مینځلو ته پاڅیږي، نو ستاسو د ماشوم سره به مرسته وکړي پرته له کوم خطر څخه خپل هدف تر لاسه کړي، چې دا کار ستاسو سره هم مرسته کوي او د تیارې له خطر څخه مو بچ کوي.

پای

تگ