د استاد پسرلي څو څلوریځې
شمعه چې ورو ورو راویلېدله پتنګ پرې خپله ایره شیندله مړ هندو نه دی ميئن پتنګ دی خپلې ایرې وړي ګنګ ته پخپله
شمعه چې ورو ورو راویلېدله
پتنګ پرې خپله ایره شیندله
مړ هندو نه دی ميئن پتنګ دی
خپلې ایرې وړي ګنګ ته پخپله
* * *
په هسک کې ګورم اواره ستوري
پټه خوله خړ،خړ یو بل ته ګوري
خدای خبر څنګه،په څه محکوم دي
د چا له لاسه، د چا له لوري
* * *
ازاد مرغه وای ازاد الوتای
د لارې خس وای په باد الوتای
او یا خو رنګ وای د ښکلي مخ زه
د تاندې مينې په یاد الوتای
* * *
ابلیسه ګرځه په ویرانو کې
یا د شېخانو خلوت خانو کې
د نوي عصر علم ته خوار هم
بې شخصیت کړې په افسانو کې
* * *
چې وطن خوار وي د هیوادونو
ولس ټوک خور وي د ولسونو
په چا ډاډه یاست په چا سرلوړي
اې پلنو دښتو اې لوړو غرونو
* * *
ژوندون قمار و، بیا بیا مې بایلود
خو نپوهېږم په چا مې بایلود
نه به څه کم شي نه زیات که لاړ
موړیا ژوندون و، وړیا مې بایلود
* * *
لږ مې درنیسئ لوېږم له ټاله
د مينې درده، د حسن خياله
ماشومه طبعه مې غواړي لوټ کړي
په کهکشان کې د ادب ځاله