دلو 26, 1401 08:57 Asia/Kabul
  • د « شېرشاه سوري» په نوم د زبیر شفیقي تاريخي ناول چاپ شو

لیکوال: محمد زبیر شفیقي

د‌‌ پښتنو د ستر تاريخي مشر « شېرشاه سوري» په اړه د پښتو د مشهور ژباړن او ليکوال محمد زبير شفيقي تاريخي ناول چاپ او خپور شو.

 

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکریم خرم د دغه ناول له خبر خپرولو سره د ښاغلي شفیقي دا کار ستايلی.

 

زبیر شفیقي څو کاله مخکې د « ميرويس نيکه » په نوم د پښتنو د بل مشهور مشر په اړه هم تاريخي ناول ليکلی و، چې په پراخه کچه وستايل شو او هرکلی يې وشو.

 

ښاغلی شفيقي د پښتو ژبې مشهور ژباړن او ليکوال دی، چې د ليکنو او ژباړو خوږلني يې مشهوره ده او اثار يې ډېر لوستونکي لري.